افغانستان

د ملګروملتو د استازې مرستیال، په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتونکی شو

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستو د ماموریت (یوناما) د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوټزل په کابل کې د ملګروملتونو له ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان راتلونکو ننګونو ته د رسېدنې لپاره د نړیوالې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

پوټزل په هېواد کې د نشه‌يي توکو په وړاندې د مبارزې، د ښځو او نجونو د لومړنیو حقونو او زده کړو د حق په برخو کې د پل جوړونکي په توګه د ملګروملتونو رول مهم وباله.

هغه د کوکنارو د کښت او نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره د طالبانو هڅې تایید کړې او  په دې اړه د نړیوال ملاتړ پر ارزښت په ټینګار سره له طالبانو وغوښتل چې د نشه یي توکو د بدیل لپاره لازیاته بودیجه په پام کې ونیسي.

پوټزل د دې په بیانولو سره چې د یوناما ماموریت د طالبانو په ګډون له ټولو لوریو سره تعامل دی وویل: «د افغانستان پر ډېری برخو د طالبانو واکمني دا فرصت برابروي چې افغانستان باثباته او آرام کړي، که څه هم چې طالبان باید ښه حکومتولي ولري.»

مارکس پوټزل له تحصیل څخه د ښځو او نجونو د مخنیوي په اړه وايي: «په دې برخه کې منځنی حق نه شو لرلی، موږ د هغو احکامو د لغوه کولو غوښتونکي یو چې ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو د تلو مخه نیسي.»

هغه د دې په بیانولو سره چې افغانان د نجونو د زده کړو پلویان دي وویل: «موږ له طالبانو غواړو چې دا محدودیت ژرتر ژره لیرې کړي او اقتصادي پرمختګ او په افغاني ټولنه کې د هغې ناوړه اغېزو ته بې پامي ونه کړي.»

هغه دې ته په اشارې سره چې په ټوله نړۍ کې اسلامي هېوادونه دا ډول محدودیتونه نه لګوي، ټینګار وکړ چې قران کریم ټول زده کړو ته هڅوي.

د ملګروملتونو دغه چارواکي وویل چې اسلامي هېوادونو طالبانو ته ددې پیغام په رسولو کې همکاري کړې او د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) يو پلاوی په اسلام کې د زده کړو پر ارزښت د ټینګار لپاره افغانستان ته سفر کړی او هیله من یو چې دا هڅې د اسلامي هېوادونو د علماوو په ملاتړ مثبتې پایلې ولري.

پوټزل د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته امنیتي ګواښ وباله او زیاته یې کړه ښځې په مرستندویه بنسټونو کې مهم رول لوبوي او د دوی له ګډون پرته لږ شمېر کسان کولای شي اړینو مرستو ته لاسرسي پيدا کړي. موږ له طالبانو غواړو چې ښځو ته اجازه ورکړي ترڅو د نړیوالو او ملي نادولتي سازمانونو لپاره کار کوی.

هغه په پای کې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو د مخنیوي د لغوه کېدو پر ارزښت ټینګار وکړ او وې ویل: «دا کار په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیاځلې ادغام لامل کېږي او نړیوال مرسته کوونکي اړباسي چې له دې هېواد سره خپل تعامل پياوړی کړی. اوسمهال نړیوال ملاتړ ددې هېواد لپاره حیاتي دی.»  

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو تېره ورځ په افغانستان کې د ښځینه سینګارتونونو خاوندانو ته حکم وکړ چې تر یوې میاشتې خپل کاروبار بند کړي. دا حکم د ملګروملتونو له غبرګون سره مخ شو.