په لویدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو دوام؛ هغه عملیات چې په ایران پورې د تړلو ډلو د ځپلو په موخه ويل شوي، خو د فلسطينانو په منځ کې يې پر تلفاتو سربیره ویره هم رامنځته کړې ده.
دغه عمليات د دوشنبې په ورځ د اسرائيلو د بې پيلوټه الوتکو په ملاتړ د سلګونو کمانډويانو په مرسته پيل شول او تر اوسه لس تنه فلسطينيان پکې وژل شوي، څه د پاسه سل ټپيان او زرګونه نور بې کوره شوي دي.
د جنین له کډوالو حسینه برکت وايي: «دلته روغتون ته راغلي یو، موږ ته يې اجازه راکړه چې خپل کورونه پریږدو. یو چا د امبولانس په لوډ سپیکر کې موږ ته وویل چې له کورونو ووځو او یهوديان امبولانس ته نږدې ولاړ وو. ويې ویل کورونه پریږدئ او خلاص یې وساتئ. موږ خپلې جامې، مالونه او پیسې په کورونو کې پرېښودې.»
له بلې خوا د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم اعلان کړی چې له اسرائیلي ځواکونو سره یې اړیکې او امنیتي همغږي ځنډولې ده.
د محمود عباس ویاند نبیل ابوردینه وایي: «د اسراییلو سره به ټولې ليدنې او اړيکې وځنډول شي. له اسراییلو سره امنیتي همغږي ځنډوو.»
له بله پلوه د سه شنبې په ورځ په لویدیځه غاړه کې یو تن په اسراییلي وګړو د موټر او چاقو په واسطه برید وکړ او اته تنه يي ټپیان کړل او برید کوونکی د يوه ملکي کس له خوا ووژل شو.
د اسراییلو د پولیسو نړیوال ویاند دین السدون وايي: «زه اوس په تل ابیب کې یم. زما شاته د بس يو تمځای دی چی هلته يوه ترهګریز برید ترسره شو. يو کس د تل ابیب په ګڼ میشته سیمه کې پر ملکي وګړو موټر ور خیژولی او بريالی شو چې اوو ملکي وګړي ټپيان کړي. هغه له خپل موټر څخه راښکته شو او په چاقو د ملکي وګړي په وهلو يې پیل وکړل چې د هغه په شاوخوا کې وو. له نېکه مرغه دلته یو وسله وال ملکي وګړی موجود و او ويې کولی شول چې دغه ترهګر ووژني.»
په همدې حال کې د “کور او باغ” په نوم د جنین کډوالو په کمپ کې د اسراییلو پوځي عملیات دوام لري. اسراییلو ویلي اراده لري چې د ايران له ملاتړه برخمنې فلسطیني وسله والې ډلې له منځه یوسي. خو د فلسطين لومړي وزير د اسرائيلو دغه عمليات يو جنايت بللی دی.