ښځې

رویټرز: طالبانو د ښځینه سینګارتونونو د تړلو حکم صادر کړ

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې، د ښځو خلاف په تازه اقدام کې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت د ښځینه سینګارتونونو خاوندانو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې خپل کاروبار بند کړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف د سه شنبې په ورځ هغې خبرتیا ته په اشارې سره چې د طالبانو له خوا خپره شوې وویل: «د ښځو د سینګارتونونو د تړلو وخت یوه میاشت دی.»

په داسې حال کې چې طالبانو په رسمي توګه په دې اړه نظر نه دی خپور کړی خو هغه لیک چې په هېواد کې د سینګارتونونو د تړلو وخت پکې روښانه شوی، ددې اونۍ له پيله په پراخ ډول په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی.

بهرنیو دولتونو او د ملګروملتونو چارواکو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په تېرو کابو دوو کلونو کې پر ښځو د لګول شويو محدودیتونو زیاتوالی غندلی دی.

طالبانو په تېرو کابو دوو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل او ښځې یې له پوهنتونونو منع کړې او همداراز یې په نادولتي موسسو او د حمامونو، سپورتي کلپونو او پارکونو په شان عامه ځایونو کې د ښځو پر حضور محدودیتونه زیات کړل.

له هغې څو میاشتې وروسته چې امریکا د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې طالبان له واکه لیرې کړل، په کابل او د هېواد په نورو ښارونو کې سینګارتونونه بیا پرانیستل شول. اوس په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له بیاراستنېدو سره سره ډېری دا سینګارتونونه فعال وو، خو خپلې لیک دړې او کړکۍ یې وپوښلې. دې کار د ځینو ښځو لپاره کاري فرصت برابر کړ او مشتریانو د دوی له خدماتو ګټه پورته کوله.

طالبان ادعا کوي د اسلامي قوانینو په اړه د دوی د تفسیر او د افغانستان د دودونو پربنسټ د ښځو حقونو ته درناوی کوي.