افغانستان

له افغانانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د ستراتيژیک پروګرام اعلان

افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر نن د دوشنبې په ورځ له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ زېږدیز کال پورې د افغانستان لپاره خپل دوه کلن ستراتيژيک پروګرام خپور کړ، چې له افغانانو د ملاتړ لپاره د دغه بنسټ لومړیتوبونه پکې په ډاګه شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ستراتيژیک چوکات افغانستان کې اساسي انساني اړتیاوو ته د زیان‌منونکو له دې جملې ښځو او نجونو او اړمنو ته د لومړیتوب ورکول، کورني بېځایه شويو، بېرته راستنه شويو، پناه‌غوښتونکو، قومي او مذهبي لږکو د رسېدنې لپاره د دغه بنسټ کړنلاره بیانوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د دغه پروګرام په اړه وویل: «زموږ ستراتيژیک چوکاټ د افغانانو د لومړنیو انساني اړتیاوو د حل او د روانو بشردوستانه مرستو د بشپړولو لپاره یو پیاوړی وړاندیز دی.»

د ملګرو ملتونو ستراتيژیک چوکاټ د غړو هېوادونو، شریکانو او متحدینو په نږدې مشورې سره جوړ شوی دی.

د ملګروملتونو په وینا، دا پروګرام درې لومړیتوبونه لري.

دوامداره اړین خدمات په مهمو برخو لکه روغتیا، خوړو، زده‌کړو، ګومارنو، اوبو، پاکوالي، ټولنیز خوندیتوب او داسې خوندیتوب چې د ټولو لپاره د لاس‌رسي وړ وي له هر ډول تبعیض پرته وړاندې کېدای شي.

د غوره چاپېریال له لارې اقتصادي فرصتونه او د ژوندانه بهیر ښه‌والی چې د ښځو په شان بې‌برخو ډلو لپاره اقتصادي وده او د مناسب فرصتونو برابرولو کې اسانتیا راولي.

ټولنیز یو ځای کېدل، ونډه اخیستل، جنسیتي برابري، بشري حقونه او افغانستان کې د سولې او دوامداره پرمختګ لپاره د لومړنیو اړتیاوو په توګه د قانون واکمني او د مدني ټولنې د ونډې پیاوړتیا او د بشري حقونو په نړیوالو اسنادو د افغانستان له قانوني او تنظیمي چوکاټ څخه ملاتړ.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی او د سرمنشي ځانګړی مرستیال ډانیل انډرس وايي: «ملګري ملتونه او شریکان یې ټینګار لري چې بشردوستانه مرستې به په اوږدمهال او منځ‌مهال کې په یوازې د افغانانو زیاتېدونکي لوی درد او کړاو ته د رسېدنې لپاره بسنه ونه‌کړي.»

د ملګرو ملتونو ستراتيژیک چوکاټ د هغو محدودیتونو په ځواب کې د اصولي مرستو پر وړاندې کولو ځانګړی تمرکز لري چې ټول افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې ورسره مخامخ دي.