افغانستان

د بایډن د وروستیو څرګندونو په وړاندې غبرګونونه

د  القاعدې ډلې د ځپلو او له طالبانو د همکارۍ ترلاسه کولو په اړه د امریکا د ولسمشر تازه څرګندونې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

ومې ویل چې القاعده باید هلته نه وي، ومې ویل له طالبانو مرسته اخلو؛ د جو بایډن د خبري ناستې دغو دوو وروستیو جملو په افغانستان کې د غبرګونونو څپه راپورته کړې – د القاعدې پروړاندې د مبارزې لپاره د واشنګټن او طالبانو د همکارۍ د څرنګوالي د بېلابېلو تعبیرونو غبرګونونه.

لکه څنګه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له الجزیرې سره په مرکه کې د القاعدې ډلې د نوم له اخیستو پرته وايي، د جو بایډن خبرې افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د نشتون تایید او د حقایقو درک دی.

د ولسمشر مخکیني مرستیال امرالله صالح په غبرګون کې ویلي چې د دوحې تړون موخه د افغانستان ثبات نه بلکې افغانستان او سیمه کې د قراردادي ځواکونو په توګه د جیوپولتیک پروګرامونو د عملي کولو لپاره د امریکا له خوا د طالبانو ګومارل دي. ښاغلي صالح زیاته کړې چې د دوحې په تړون کې له القاعدې پرته نورې ترهګرې ډلې د دښمن په توګه نه دي بلل شوي او د هغه په وینا، ملي ضد او د سیمې ضد سرطان روزل د دوحې تړون له پټو برخو څخه ده.

ښاغلي صالح زیاته کړې: «جو بایډن هغه څه چې کلونه مو د منطقي ثبوت او کله کله هم د مستندونو په وړاندې کولو بیان کړي تایید کړل چې له طالب سره د امریکا د هوکړې موخه د افغانستان ثبات نه بلکې افغانستان کې دننه او د سیمې هېوادونو کې د جیوپولتیک پروګرامونو یا د ملي ضد دسیسو د پلي کولو لپاره د قراردادي ځواک په توګه د طالبانو ګومارل دي. د جمهوریت د سقوط د عواملو او لاملونو په اړه د لوېدیځوالو کیسې بې‌بنسټه او له دوکې ډکې دي. هغوی هڅه کوي چې د دوحې هوکړه‌لیک د دسیسې د اصليت پټولو لپاره فرعي لاملونه لوی وښيي. اوس لا روښانه شوې ده چې ولې هره اونۍ شپېته میلیون ډالر له څارنې پرته په نقدي ډول طالب ته ورکول کېږي. د دوحې دسیسې په پلانولو کې پاکستان اساسي او ستراتيژیکه ګټه ترلاسه کړه چې لسګونه کاله یې هیله لرله.»

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون مخکینی رییس میر حیدر افضلي وايي: «طالبانو ژمنه کړې چې په سیمه کې د امریکا ګټې خوندي کړي او هم له افغانستانه د امریکا لپاره ګواښ نه وي، د طالبانو دوه کلن حکومت د هغې رابطې ښه بېلګه ده چې امریکایان یې له طالبانو سره لري او د امریکا اونیزې مرستې طالبانو ته لېږي.»

د عدلیې پخوانی وزیر او د مقاومت جبهې د مشرتابه غړی فضل احمد معنوي طالبان د یوې نیابتي ډلې په توګه په مزد اخیستو تورن کړي چې د واک لپاره هر چا ته د هر ډول کار ترسره کولو ته چمتو دي.

خو ځینې سیاسي کارپوهان باوري دي چې د جو بایډن خبرې تر ډېره سیاسي او د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د ډیموکراتانو پروړاندې د دفاع لپاره دي.

په دې لړ کې د طالبانو ویاند وايي چې د جو بایډن خبرې، د طالبانو پر اعلان شویو ژمنو درېدل ښيي. ذبیح‌الله مجاهد د منتقدینو په غبرګون کې چې طالبان یې د امریکا نیابتي ځواکونه بللي، لیکلي چې د امریکايي ځواکونو په دروازو کې به هغوی ولاړ وو نه طالبان.

په جون میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان پر بندیزونو د څارنې کمېټه وویل چې له طالبانو سره د القاعدې اړیکې تر اوسه هم ګرمې دي او د القاعدې جنګیالي افغانستان کې د عملیاتي وړتیا د بیا ترلاسه کولو په حال کې دي.