ورزش

درې لنډ سپورتي خبرونه

له چلسي سره د ویارئال د سنګالي لوبغاړي یو ځای کېدل، د اسپانیا د لوبو وروستي پړاو ته د امریکا د ټېنس لوبغاړي لار موندل او په برازیل کې د سمندر پر څپو لوبې په دې ټولګه کې ولولئ.

له چلسي سره د ویارئال سنګالي لوبغاړي یو ځای کېدل

د ویارئال سنګالی لوبغاړی نیکلاس جکسن په اته کلن قرارداد سره بریتانیا له چلسي لوبډلې سره یو ځای شو.

دغه ۲۲ کلن لوبغاړي په تېر پړاو کې د ویارئال لپاره حیاتي رول ولوباوه او په اتو وروستیو لوبو کې یې نهه ګولونه ووهل چې د لالیګا د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

بریتانیايي رسنیو رپوټ ورکړی چې جکسن په ۳۷ میلیون یورويي تړون له چلسي لوبډلې سره یو ځای شو. خو چلسي تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د ټېنس لوبغاړي د اسپانیا د لوبو وروستي پړاو ته لاره پيدا کړه

د امریکا د ټینس لوبغاړي کریستوفر یوبانکس په اسپانیا کې د مایورکا د اتلولۍ سیالیو په نیمه پایلوبه کې، د ۴پر ۶، ۶پر درې او ۷ پر ۶ د سویلي افریقا لویډ هریس ته ماتې ورکړه او وروستي پړاو ته یې لاره پيدا کړه.

له بلې خوا، ادریان مانارینو هم په نیمه پایلوبه کې د جرمني تانیک هانفمن ته د ۷ پر ۶ او ۶ پر ۴ پایلې سره ماته ورکړه او وروستي پړاو ته یې لاره ومونده.

ټاکل شوې فرانسوی مانارینو د شنبې په ورځ په وروستي پړاو کې له یوبانکس سره د لوبې ډګر ته ورشي.

برازیل د سمندر پر څپو د لوبو کوربه

برازیلی لوبغاړی جادسن اندره د سمندر پر څپو د نړیوالو مسلکي لوبو یو پر اتم پړاو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ لوبغاړی ګریفین کولاپينتو او فیلیپه تولدو څخه مخکې شو.

دا سیالۍ د جمعې په ورځ په برازیل کې ترسره شوې.

د ښځو په برخه کې هم، کاریسا مور هم له خپلو سیالانو مخکې شوه او په پنځو غوره لوبغاړو کې یې ځای خپل کړ.