افغانستان

په روان کال کې له ایرانه ۹۰ زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي

د سږکال د پسرلي له پیل راهیسې ۹۰ زره افغانان له ایرانه افغانستان ته راستانه کړای شوي – هغه شمېرې چې ایرانيو چارواکو تایید کړې.

د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو عمومي رئیس خراسان رضوي ایرانيو رسنیو ته ویلي چې دغه افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په ایران کې د افغانستان پخوانی ډیپلومات ډاکتر خورشید وايي: «له بده مرغه له سیاسي بدلون وروسته زیات شمېر افغانان ایران ته کډوال شول او ستونزې هم لري، دوی له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او سخت ژوند تېروي، په ایران کې کډوال له لومړنیو امتیازاتو برخمن نه دي.»
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسیدو وروسته زیات شمیر افغانانو نه یوازې په لوېدیځو هېوادونو، بلکې د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هیوادونو کې هم پناه واخیسته.
تر دې مخکې د ایران د عدلیې وزارت مرستیال ویلي و چې ایران د ۶۳ سلنه افغان کډوالو د اوسېدو ځای دی.

په ایران کې د افغان کډوالو د حقونو فعاله آصفه ستانکزۍ وايي: «ډېری کډوال چې په جبري توګه له ایرانه ایستل شوي معتبر اسناد یې نه لرل، دوی باید په هېواد کې ځای پرځای شي.»

افغانان له ګاونډیو هېوادونو په داسې حال کې هېواد ته راستنېږي چې افغانان د کاروبار د نشتوالي له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

تر دې مخکې د کډوالۍ نړیوال سازمان راپور ورکړی و، چې په تېرو دوو کلونو کې ۳,۶ میلیونه افغانان بهر ته کډوال شوي، چې په سلو کې ۷۰ سلنه یې ایران، ۱۸ سلنه پاکستان، ۱۱ سلنه ترکیه او ۲سلنه نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.