افغانستان

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو دوام؛ د ستونزو پر حل د حنا رباني ټینګار

په پاکستان کې افغان کډوال په دې ورځو کې سخت حالات تېروي. که څه هم په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې ننګونې موجودې وې، خو په دې ورځو کې د افغانانو پر وړاندې ستونزې تر دې حده زیاتې شوې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر هم دې ستونزې ته اشاره کړې او د هغې پر حل یې ټینګار کړی دی.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، یوازې د ۲۰۲۲ کال له جولای میاشتې راهیسې د پاکستان په سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه درې زره افغانان د‌ پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي او بنديان شوي دي او تر ۲۷۰ پورې افغانان لا هم د دې ايالت کې په زندانونو ۷کې شپې سبا کوي.

آغلې کاکړ زیاته کړه: «نن ورځ افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لپاره د عاید سرچینه دي او په هره پلمه له افغان کډوالو پیسې ټولوي.»

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي، په څه کم یوه کال کې تر ۳۰ زره زیات افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، یوازې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې شاوخوا ۳,۶ میلیونه افغانانو کډوالۍ ته مخه کړې، چې له دې جملې یوازې ۱۸ سلنه یې پاکستان ته کډوال شوي دي.

تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو نیول او ځورول ژر تر ژره ودروي.