افغانستان

په جلال آباد کې د نوم لیکنې په بدل کې د پیسو له اخیستو د رېکشا چلوونکو شکایت

د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار

د ننګرهار مرکز جلال آباد چې له ګڼې ګوڼې ډک ښار دی د نورو موټرو ترڅنګ رېکشا هم ډېر تر سترګو کېږي.

تازه په دې ښار کې د جنایي جرمونو د مخنیوي په موخه د مسافر وړونکو موټرو او رېکشا چلوونکو د ثبتولو لړۍ پیل شوې ده.

ننګرهار کې د مسافر وړونکو وسایطو د ټولنې مسوول شاه آغا وايي: «له همدې ریکشا څخه وخت ناوخت جنایي جرمونه رامنځته کېږي، له همدې امله موږ غواړو چې چلوونکو ته پيژند کارتونه ورکړو.»

له بلې خوا، په جلال آباد ښار کې رېکشا چلوونکي په دې کار خوښ دی خو وایي د وسایطو په ټولنه کې د غړیتوب په نوم پیسو ورکولو وس نه لري.

یو رېکشا چلوونکی شمس وايي: «همدې بارګن والا موږ ته ټاپه جوړ کړه خو هېڅ ګټه یې ونه کړه په داسې حال کې چې له موږ څخه یې پیسې هم اخیستې وې.»

د محمد ګل په نوم چلوونکی د غړیتوب لپاره د پیسو له ورکولو شکایت لري او وايي: «خلک بېوزله دي د کور د نفقې ګټلو ته حیران دي نو دوی ته به شل او ۳۰ څنګه ورکړي که دوی خدمت کول غواړي نو دا کار دې په وړیا دول وکړي څو خلک ډاډه شي ځکه کاروبار نشته او خلک بېوزله دي.»

په دې لړ کې د ټولنې مسوولین بیا وايي چې د غړیتوب په نوم پیسې جبري نه دي او دومره هم زیاتې نه دي چې څوک یې د ورکړې وس ونه لري.

په ننګرهار کې د مسافر وړونکو وسایطو د ټولنې مسوول شاه آغا زیاتوي: «سل افغانۍ د غړیتوب او ۳۰ افغانۍ د حق الشمولیت دي، موږ خدمت کوو ترڅو ښاریانو ته آرامه چاپېریال برابر کړو.»

ننګرهار کې اوسمهال تر ۳۰ زره زیات هندي او سلګونه شترنګي رېکشا فعالیت لري چې د ښار او ولسوالیو او همداراز ناحیو ترمنځ خلک لېږدوي.

خو ځايي اوسېدونکي د ښاري نظم په اړه شکایت لري او له طالبانو غواړي د رېکشا چلوونکو ترمنځ نظم رامنځته کړي.