افغانستان

طالبانو له پاکستانه وغوښتل چې د افغانانو نیول ودروي

طالبانو له پاکستانه غوښتي چې په دې هېواد کې د افغانانو د نیولو بهیر ودروي.

په پاکستان کې د طالبانو سفارت په یوه ټویټ کې ویلي چې په اسلام آباد، راولپنډۍ او شاوخوا سیمو کې د افغانانو د نیولو بهیر روان دی.

دغه سفارت زیاته کړې چې تراوسه ۲۵۰ تنه افغانان چې پاسپورتونه لري او د ملګروملتونو په دفترونو او پاکستان کې ثبت دي د ترهګرۍ ضد ادارې له خوا نیول شوي دي.  

دغه سفارت همداراز ویلي چې په دې اړه یې د اسلام آباد له امنیتي مسوولینو سره خبرې کړې او د افغانانو د خوشي کولو او د نیولو بهیر د درولو غوښتنه یې کړې ده.

په دې ټویټ کې راغلي: «سفارت (طالبان) په فعال ډول د نیول شویو افغانانو د حقوقي وضعیت د روښانه کولو او د دوی د آزادولو بهیر د چټکتیا لپاره کار کوي.»

دغه سفارت همداراز ټینګار کړی چې د پاکستان دولت باید د افغانانو د نیولو بهیر ودروي او دې مسلې ته په رسمي توګه رسېدنه وکړي، ځکه دا چاره د دوو ولسونو ترمنځ اړیکو سخت اغېز کولای شي.»

دا په داسې حال کې دي چې پاکستاني پولیسو په وروستیو ورځو کې په اسلام آباد او راولپنډۍ کې سلګونه افغانان نیولي دي.

د رپوټونو له مخې، د یو شمېر نیول شوي کسان د ډېرو پیسو په بدل کې خوشي شوي دي.

پاکستان په وروستیو لسیزو کې د میلیونونه افغانانو کوربه دی. په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، سلګونه افغانان پاکستان ته کډه شول.