افغانستان

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ټول غړي پټې خبرې‌اترې ارزوي

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک کال د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره هوکړې ته رسېدلی چې د بهرنیو اړیکو د کمیټې ټول غړي به له افغانستان څخه د وتلو په اړه محرمې خبرې اترې وګوري.

دا محرمې خبرې اترې په کابل کې د امریکا سفارت او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو ترمنځ په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط يو مياشت مخکې په جولای میاشت کې شوې وې.

دا د متحده ایالاتو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې محرمې خبرې د امریکا د کانګرس په واک کې ورکول کېږي.

مک کال ويلي: «دا له افغانستان څخه د وتلو په اړه زموږ د څېړنو د پرمختګ لپاره یو بې مخینې ګام دی.»

هغه زیاته کړه: «په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د بهرنیو چارو وزارت هوکړه کړې چې کانګرس ته اجازه ورکړي چې محرمې خبرې وګوري. په دې خبرو اترو کې په کابل کې د امریکا سفارت د هغو کارکوونکو لومړني لاس معلومات شامل دي چې تر سقوط مخکې هلته وو او همدارنګه د دوی اندېښنو ته د وزير بلنکن ځواب هم شامل دی. زه غواړم د وزیر بلینکن څخه مننه وکړم چې په ښه نيت يې له ما سره په دې اړه خبرې وکړې.»

مک کال په میاشتو هڅه وکړه چې دغو محرمو خبرو ته چې د بايډن ادارې له افغانستان نه د وتلو په اړه د پايلو خبرداری ورکړی و، لاسرسی ومومي.

د کمېټې جمهوري غوښتونکي د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو ناورین د څيړلو په حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو لامل شو.

 د وتلو عملیاتو په ترڅ کې داعش ډلې د کابل له هوايي ډګره بهر ځانمرګی برید هم وکړ چې په پایله کې یې ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

په همدې حال کې له کابل څخه لېږد بهیر له پای ته رسېدو وروسته هم سلګونه امریکايي وګړي په افغانستان کې بند پاتې شول.