افغانستان

د طالب پوله ساتونکو ځواکونو د روزنې لپاره د ایران د چمتوالي اعلان

د ایرانیو ځواکونو او طالبانو ترمنځ له پرله‌پسې سرحدي نښتو وروسته، د ایران د انتظامي ځواکونو د عمومي قوماندان ځای‌ناستي قاسم رضايي ویلي، چې د دغه هېواد دولت چمتو دی د طالبانو پوله‌ساتونکو ته د سرحدي پروتوکولونو روزنه ورکړي.

د ایران دولت دغه چارواکي د طالبانو د پوله‌ساتونکو پر یونیفورم په نیوکې سره ویلي، چې اړتیا ده د افغانستان سرحدي ځواکونه ځانګړې جامې ولري او پر نړیوالو قوانینو عمل وکړي.

دغه ایراني چارواکي زیاته کړه، چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د تهران او کابل ترمنځ د سرحدي اختلافونو د هواري لپاره څو ناستې شوې دي، خو دا کړکېچونه لا هم شته دي.

ایران په داسې حال کې د طالب پوځیانو د روزلو لپاره چمتوالی څرګندوي چې د روان زېږدیز کال د مې میاشتې پر ۲۷، د طالبانو او ایران ځواکونو د نیمروز په «کنګ» ولسوالۍ کې پر یو بل ډزې وکړې چې په پایله کې یې یو طالب او د ایران درې سرحدي پوځیان ووژل شول.

د مې د ۳۱ نېټې له نښتې وروسته په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس شوې او ادعا وشوه چې طالبانو خپل ځواکونه او جنګي تجهیزات د اسلام کلا پولې ته لېږلي دي؛ هغه ادعا چې د طالبانو او ایران له خوا رد شوه.

له بلې خوا، طالبانو د دغه ایراني چارواکي د څرګندونو په غبرګون ویلي، سرحدي نښتې د ایران د پوله‌ساتونکو د ناسمو کړنو له امله پیل شوې او اړتیا ده چې هغوی لا زیات وروزل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې طالب پوځیان د هغو مسایلو په اړه چې په پولو کې ورته اړتیا ده پوهېږی او د طالبانو او ایران نښتې، د ایران له خوا د افغانستان پر خاورې د تېري او ډزو په غبرګون کې دي، نو هغوی خپله روزلو ته اړتیا لري.

د ویلو ده، چې د افغانستان په مخکیني حکومت کې د ځواکونو پوځي روزنې، د حکومت یوه له ترټولو زیات لګښت لرونکې برخه ګڼل کې ده، خو د جمهوریت له سقوط وروسته ۳۵۰ زره کسیز پوځ هم وپاشل شو.

ایران په داسې حال کې د طالب ځواکونو د روزلو غوښتنه کړې، چې د طالبانو د دفاع وزارت له دې مخکې ویلي و، چې د پوځ د جوړښت ۹۰ سلنه کار بشپړ شوی او تر اوسه د کابو ۳۰ زره طالب امنیتي ځواکونو رتبې تثبیت شوې دي.