افغانستان

د امریکا کانګرس ته د ۱۹ جمهوري غوښتونکو له‌خوا د «طالبانو د تحریم» لپاره د لایحې وړاندې کول

نولسو جمهوري غوښتونکو سناتورانو د «طالبانو د بندیزونو قانون» په نوم یوه لایحه چمتو کړې او د امریکا له کانګرسه غواړي چې دغه لایحه ژر تر ژره تصویب کړي.

په دغه لایحه کې د بایډن له حکومته غوښتل شوي چې طالبانو ته د وېزو د ورکړې او ورسره له هر ډول معاملو ډډه وکړي او پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

په دې اړه سناتور جیم ریش فاکس نیوز ته ویلي، چې طالبان پر ښځو او لږکیو ظلم کوي، د نړیوالې ټولنې له مرستو ناوړه استفاده کوي، افغانستان یې د ترهګرو په خوندي ځای بدل کړی او د طالبانو له دې اقداماتو د مخنيوي په برخه کې يې د بايډن حکومت پر ناکامۍ تورن کړی.

جمهوري غوښتونکی سناتور جیم ریش وايي: “طالبان پر لږکیو، ځوانانو او ښځو ظلم کوي، په مرستو کې لاسوهنه کوي او افغانستان یې یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل کړی. له بده مرغه چې حکومت د طالبانو د دې کړنو په مخنیوي کې پاتې راغلی.”

که د امریکا د کانګرس له خوا دا لايحه تصویب شي، نو د امریکا له خوا به پر طالبانو نوي او سخت بندیزونه ولګول شي، که څه هم تراوسه دغه بندیزونه روښانه نه ډي، خو له امریکا غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو د واک د انحصار مخه ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وايي: “د دې مسلې په اړه بايد بل ډول فکر وشي، څو طالبان په دې باوري شي چې له يو اړخه سیاست ګډوډ نه کړي او یا دا چې خپله افغانان کېني او د خپل ځان لپاره يو حل لاره ومومي.”

د طالبانو له خوا له بشري حقونو سرغړونې، په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو سرغړونې یو له هغو بنسټیزو لاملونو دي چې جمهوري غوښتونکي به د تصويب لپاره د نویو بندیزونو لایحه کانګرس ته وړاندې کړي.

اخوا، د معترضو ښځو غورځنګ غړې شمایل توانا وايي: “دا د ښځو ضد يوه ډله ده چې یوازې هغه څه چې د دوی ذهن ته راځي عملي کوي يې.”

جمهوري غوښتونکي سناتوران له طالبانو غواړي چې د بنديزونو د دوام د مخنيوي لپاره دې په خپلو پالیسیو کې بدلون راولي، د بشر حقونو، د ښځو حقونو او د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي او همدارنګه د القاعده په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

طالبان نه غواړي چې په دې اړه له موږ سره خپل غبرګون شریک کړي.