افغانستان

د ایران د کورنیو چارو وزیر: د لنډې سرحدي نښتې په اړه له طالبانو سره خبرې وشوې

د ایران د کورنیو چارو وزیر نن د ایران او طالبانو ترمنځ د سرحدي شخړې او په دې هکله د ترسره شویو ارزونو په اړه وویل: «دا نښته، مختصره نښته  وه او وروسته پای ته ورسېده او د طالبانو له لوري سره خبرې وشوې. په اوسني وخت کې موږ سونزه نه لرو او سرحدي سیمه د تګ راتګ لپاره پرانیستې او آرامه ده.»

د ایران د پارلمان اړوند خانه ملت خبري آژانس د احمد وحیدي له قوله ولیکل: «په پوله کې د افغان پوله ساتو ځواکونو له خوا سرحدي ډزې وشوې او په سمه توګه یې هم ځواب ورکړ شو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ددې په بیانولو سره چې «دا نښته، مختصره وه» ټینګار وکړ: «دا نښته پای ته ورسېده او له طالب لوري سره خبرې وشوې.»

طالبان باید د حق‌آبې موضوع ته پام وکړي

د ایران دغه لوړپوړي چارواکي د حق‌آبې په اړه وروستیو اقداماتو ته په اشارې سره هم وویل: «له دې مخکې بېلابېلو مسوولینو د هلمند د حق‌آبې په اړه خبرې کړې دي. له دې امله موږ د هغه ګډ ټیم په تمه یو چې د طالبانو او ایرانیو متخصصینو په توافق جوړ شي ترڅو دا ټیم د سیمې په بندونو کې د اوبو وضعیت وارزوي او وګوري په اوسني وخت کې د ایران حق‌آبې ته په پام سره اوسنی وضعیت څرنګه دی.»

وحیدي څرګنده کړه چې که په بندونو کې اوبه وې، د طالبانو لوری باید د ایران حق ورکړي او که نه وې دا مسله باید زموږ لپاره روښانه شي؛ ځکه چې زموږ متخصصین باوري دي په دغو بندونو کې اوبه شته خو د طالبانو لوری وايي چې اوبه نشته. له بلې خوا، د ګډې کمیټې د جوړولو وړاندیز زموږ له لوري و او دا کمیټه باید جوړه او له هغه ځایه باید لیدنه وکړي. په هر حال طالبان باید دا مسله حل کړي.»

د افغانستان د نیمروز او د ایران د زابل په سرحدي برخو کې د طالبانو او ایرانیو پوله ساتو ځواکونو ترمنځ وروستۍ نښته کې چې څو ساعته یې دوام وکړ، دواړو لوریو ته تلفات اوستي دي.

دا سرحدي سیمه د انسانانو د قاچاق اصلي لاره او همدارنګه ایران ته د افغانستان د نشه يي توکو د قاچاق لار ده.

په دغه نښته کې یو ایرانی پوځی او یو طالب ووژل شو او دوه نور ایراني پوځیان ټپيان شول.

د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه ادعا کوي چې نښته د ایرانیو پوله ساتو ځواکونو له خوا پیل شو خو ایراني چارواکي طالبان د جګړې پیلوونکي بولي.