افغانستان

د عشق‌آباد په ناسته کې ګډونوالو په افغانستان کې د ښځو او نجونو خلاف محدویتونو پر لغوه کولو ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړو استازو له طالبانو غوښتي چې ټول هغه بندیزونه لېرې کړي چې زده کړو، کار او ټولنيزو فعاليتونو ته د افغان ښځو او نجونو لاسرسی محدودوي.

دغو ځانګړو استازو د ترکمنستان په پلازمینه عشق آباد کې له دوه ورځنۍ غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ويلي، چې دغو بندیزونو له بشري حقونو د سرغړونې تر څنګ په هېواد کې د مرستندویه بنسټونو له خوا د مرستو رسولو پر بهیر ناوړه اغېز کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي: «دا بندیزونه – د بشري حقونو له جدي سرغړونې هاخوا – د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسولو لپاره د نړیوالې ټولنې په وړتيا ناوړه اغېزې لري او باید لیرې شي، څو د افغانستان اقتصاد وده وکړي او بالاخره افغانستان خپلې اوږدمهاله موخې سوله او ثبات ته ورسېږي.ِ»

دوی همداراز په افغانستان کې د یوه ټولګډونه او ځواب ویونکي حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ چې د ټولو افغانانو مدني، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي حقونه تضمین کړي.

د غونډې ګډونوالو دغه راز د افغانستان د بدلونونو او اقتصادي وضعیت په اړه، له افغانانو سره د مرستو پر دوام او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر زیاتوالي خبرې وکړې.

دغو استازو ويلي: د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ټینګو ژمنو او د یوه باثباته، سوله ییز او سوکاله هېواد په لور د افغانستان د پرمختګ شاهدان وو چې د تلپاتې سولې لپاره یې په اوږدمهاله لیدلوري ټينګار وکړ.

دوی همداراز له طالبانو وغوښتل چې ترهګرو ډلو ته د کوربتوب، پلان جوړولو، روزنې، تمویل او نورو هېوادونو ته صادرولو لپاره دې د خوندي ځای په توګه د افغانستان خاورې د کارولو مخه ونیسي.

د عشق اباد په دوه ورځنۍ غونډه کې چې د جمعې په ورځ پای ته ورسېده، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او همداراز د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ځانګړو استازو ګډون درلود.