افغانستان

ایران د دوو افغانانو د اعدام حکم تایید کړ

ایران د دوو افغانانو محمد رامز رشیدي او سید نعیم هاشم قتالي د اعدام حکم تایید کړ. دغه دوه کسان د داعش ډلې په غړيتوب او د ایران په شیراز ښار کې د شاه چراغ په برید تورن دي.

د ایران حکومت او رسنۍ ادعا کوي چې د عقرب په څلورمه ایران کې د “ښځې، ژوند او ازادۍ” په نوم لاریونونو پر مهال او د مهسا امیني د مړینې په څلویښتمه ورځ دغو دوو تنو د څلورو نورو کسانو په همکارۍ په ایران کې د شاه چراغ پر زیارت برید وکړ.

د ایران د حکومت په وینا، دغه دوه کسان په “ځمکه کې د فساد” او “د هېواد د امنیت پر ضد د اقدام” په تور په عام محضر کې په اعدام محکوم شوي دي.

د ایران په شیراز ښار کې د شاه چراغ په زیارت په وسله وال برید کې ۱۳ کسان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.

داعش ډلې د دغه برید مسوولیت منلی وو او د برید اصلي عامل چې د ایران د حکومت په وینا د اذربایجان وګړی و، په زیارت کې ووژل شو. خو د دغه بريد د پنځو نورو تورنو کسانو له ډلې دوه تنه په اعدام او درې تنه نور په عمري بند محکوم شول.

د ایران حکومت ویلي، محمد رامز رشیدي چې د افغانستان اوسیدونکی دی اعتراف کړی چې د داعش له مشر څخه یې امر اخیستی او د بريد له اصلي عامل سره يې د وسلو په لېږد او له بريد مخکې د شاه چراغ سيمې د شاوخوا په پېژندنې کې رول درلود.

رشيدي په داسې حال کې د شاه چراغ برید د اصلي تورن په توګه په اعدام محکوم شوی چې د ایران حکومت تر اوسه د هغه د اعتراف سربیره په دې برید کې د نوموړي د لاس لرلو څرګند سند نه دی خپور کړی.

د ایران د بشري حقونو سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی، د دغو تورنو کسانو د اعدام په غبرګون په یوه ټویټ کې ویلي چې په دې پېښه کې له تورنو کسانو اعتراف په زور اخیستل شوی.

په دې قضيه کې دريم تورن سيد نعيم هاشم قتالي چې د افغانستان اوسېدونکی دى هم په داسې حال کې په اعدام محکوم شوى چې د ايران حکومت ادعا کوي د عبدالله سعيد په نامه له يوه کس سره يې همکاري کړې وه، په داسې حال کې چې په تېره محکمه کې دا تور د‌ دوسيې دويم تورن (محمد رحماني) ته ور ګرځول شوی وو او په همدې جرم په عمري بند محکوم شوی.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي: “دغه دوه تنه افغانان له کره شواهدو پرته، یوازې د شکنجې لاندې د اعترافونو پر بنسټ په ځمکه کې د فساد او خيانت په تور په علنۍ محکمه کې په اعدام محکوم شوي دي.”

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه د څه باندې دوه زره افغانانو د خوشي کولو او په ایران کې د ۲۰۰ نورو د اعدام د سزا د تبادلې او افغانستان ته د هغوی د راستنېدو اعلان وکړ.