افغانستان

زابل کې سلګونه نوي ښوونکي ګمارل کيږي

د سويلي ولایت زابل د ۱۲ ولسوالیو او مرکز قلات د ښوونکو د ۳۷۱ خالي بستونو د ډکولو په موخه د پېل شوو ازموينو بهیر پايته ورسېدی.

ددغه ولایت د پوهني رئیس ګل ولي متقي وايي، د وزارت له لوري دوی ته ورکول شوی د ښوونکو تازه تشکېل د دوی ستونزي نشي هوارولای، خو په خبره یې د تازه ګمارل کېدونکو ښوونکو په مټ به زابل کې شااوخوا لس زره زده کوونکو ته د زده کړو زمينه برابره شي.

نوموړی وايي: “موږ د زابل د ښوونځيو د فعاليت لپاره د تازه تشکېل د لمخي د خالي بستونو ازموېنه واخستل, چې نوي ښوونکي به وګمارل شي, خو دلته اړتيا او ستونزه زياته ده, چې پوهني وزارت بايد ورته پام وکړي”

د زابل اوسېدونکي او دغه ولایت کې د زده کوونکو والدين وایي د ښوونځيو د فعاله ساتلو لپاره د ښوونګو د ګمارني له بهيره هرکلی کوي، خو دوی غواړي، چې په دغه پروسه کې وړ کسان د پوهنيز بهير د ښه والی لپاره په دندو وګمارل شي.

محمدالله د زابل اوسېدونکی دی.

نوموړی وايي: “موږ د ښوونکو د استخدام پروسې هرکلی کوو او له مسئولينو نه غواړو, چې وړ او اهل کسان وګماري او د خپلوۍ پر اساس له ګمارنو ډډه وکړي.”

د طالبانو لپاره د زابل د پوهني رياست د معلوماتو پر بنسټ دغه ولایت ۹۱۴ تنو نورو ښوونکو ته د تعلمي بهير د مخته وړلو لپاره اړتیا لري، ځکه ۱۳۹۰ کال ددغه ولایت د ښوونکو د تشکېل لويه برخه نورو ولایتونو ته لېږدول شوې ده.

زابل سوېل کې پروت هغه ولايت دی, چې تېرو شلو کلونو کې يې زيات ښوونځي د نا امنيو او جګړو له امله بند وو.