افغانستان

د کونړ دشوړیک دري اوسېدونکي د سړک نشتون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

ددغه ولایت ماڼوګي ولسوالۍ پوري اړوند شوړیک دره چې په تیرو شلو کلونو کې د حکومت ولکي نه بهر او د طالبانو په واک کې وه . د امنیتي ستونزو له امله پکي د بیا رغوني چاري ندي پلي شوي.

اوس دیادي سیمې اوسېدونکي وايې چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي . ددوۍ په خبره سیمي ته يې موټر نه ورځي . ناروغان پروخت تر روغتونه نشي رسولي . او دژوند نوري چاري يې هم سمي دي .

دکونړ ولایت ماڼوګې ولسوالۍ اړوند شوړیک دري په نوم غرنۍ سېمه .

دا په تیر جمهوري نظام کې د حکومت تر کنټروله وتلي وه او دطالبانو په واک کې وه .دا دره د امنیتي ستونزو له امله د مرګ دري په نوم یادیده .

دي سیمه کې د حکومت له لوري د بیارغوني چاري ندي پلي شوي او اوسېدونکي يي د ګڼو ستونزو سره مخ دي .

سړک هغه لوي مشکل دی چې ځايې اوسېدونکي يي یادونه کوي .

حاجي نعمت الله دشوړیک دري اوسېدونکی وايي« دا دره چې دلته شاوخوا دوه زره کورنۍ ژوند کوي . دلته خلک د ژوند د بیلابیلو ستونزو سره مخ دي . دي سیمه کې حکومت د بیا رغوني چاري ندي پلي کړي . زمونږ لوي مشکل چې دلته ورسره مونږ مخ یو هغه سړک دی دلته په تیر جمهوري نظام کي حکومت غوښتل چې سړکونه . کلینیکونه . ښونځي جوړ کړي خوچا نه پريښودل اوس زمونږ غوښتنه داده چې موجوده حکومت دي د بیارغولو هوډ وکړي »

که څه هم په شوړیک دره کې په ډیرو نورو رغونیزو برخو کې کار ندی شوی خو ځايي اوسېدونکي يې پړه پر طالبانو اچوي .

ددوۍ په خبره حکومت په څو ځلي په شوړیک دره کې د بیارغوني دپروژو د پلي کیدو غوښتنه کړي خو په سېمه کې يې د طالبانو له لوري مخنیوی شوی دی .

د سیمي اوسېدونکي وايي د سړک نشتون يي ماشومان له زده کړو بي برخي کړي . میرمني او لویان يي دژوند نورو اسانتیاوو ته لاسرسی نلري.

ددوۍ په خبره هغه رغونیزي پروژي چې په تیرو کې يي طالبانو د پلي کیدو مخینوی کړی اوس دي پلي کړي.

محمدیار دشوړیک دري اوسېدونکی نوموړی وايي « زمونږ ماشومان د زده کړو لري پاتي دي . میرمني او لویان مو دژوند د نورو ډیرو اسانتیاوو څخه بي برخي دي . که زمونږ سیمي ته سړک راغلی وی نو زمونږ ماشومانو به لوړو زده کړو ته لاسرسی لرلی . خو بدبختانه چې مونږ ته چا کار ندی کړی . زمونږ غوښتنه داده چې که څه هم په تیرو کې ناامني وه خو اوس نشته اوس دي موجوده حکومت مونږ ته دغه ټولي ستونزي حل کړي»

یواځي دکونړ ماڼوګي ولسوالۍ شوړیک دره نده چې دغه ډول ستونزي پکي شته او خلک تري شکایت کوي.

دي ولایت کې ډیری داسي سېمي دي چې په تیرو شلو کلونو کې د حکومت او طالبانو د جګړو له امله پکي د بیارغوني چاري ندي پلي شوي چې اوس پکې خلک د ګڼو ستونزو سره مخ دي.