ورزش

د شالکه په وړاندې د بایرن مونیخ له ګولونو ډک بری

د بایرن مونیخ فوټبال لوبډلې د شنبې په ورځ پر شالکه لوبډلې د ګولونو باران جوړ کړ ترڅو د جرمني د بوندسلیګا د نوملړ په سر کې خپل ځای وساتي.

د بایرن مونیخ لوبډلې مېلمه لوبډلې ته د ۰-۶ په پایلې سره ماتې ورکړه.

توماس مولر په ۲۱مه دقیقه کې، یاشوا کیمیش په ۲۹مه دقیقه کې د پنالټي پرمهال، سرژ ګنابري په ۵۰مه دقیقه، ماتیس تل په اتیایمه دقیقه او مزروعي د دوهمې نیمايي په اضافي وخت کې د بایرن مونیخ لپاره دوهم ګول وواهه.

بایرن مونیخ په دې بري سره ۶۸ امتیازه ترلاسه کړ او بوروسیا دورتموند د بوروسیا مونشن ګلادباخ په وړاندې د ۵ـ ۲ په بري سره یوه درجه شاتګ وکړ او دوهم مقام یې خپل کړ.

د مونشن ګلادباخ په وړاندې د دورتموند لوبه ۵ـ ۲ د مقابل لوري په ګټه ثبت شوه.

دا لوبه د دورتموند په کوربتوب ترسره شوه او دانیل مالن په ۵مه دقیقه کې، جود بلینګهام په ۱۸مه دقیقه کې، سباستین هالر په شلمه او ۳۲مه دقیقه کې او جیوواني رینا د دوهمې نیمايي په اضافي وخت کې د خپلې لوبډلې په ګټه ګولونه ووهل.

رامي بنسبایني په ۷۵ دقیقه کې او لارس شتیندل په ۸۵مه دقیقه کې د ګلادباخ لپاره دوه ګولونه ووهل.