ورزش

څو لنډ ورزشي خبرونه

د وسټهام پروړاندې د منچسټرسیټي بریا، د اوپن مادرید سیالیو بل پړاو ته د کوریچ لار موندل او د ناپولي لپاره برخلیک ټاکونکې ورځې د ورزشي خبرونو په دې ټولګه کې ولولئ.

د وسټهام پروړاندې د منچسټرسیټي بریا

منچسټرسیټي د انګلستان غوره لیګ په ۳۴ اونۍ کې په ۳-۰ پایلې سره وسټهام لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لوبو په نوملړ کې یې لومړی مقام خپل کړ.

دغه لوبه چهارشنبه شپه د منچسټرسیټي په لوبغالي کې ترسره شوه او د پپ ګواردیولا شاګردانو لوبه وګټله.

د منچسټرسيټي لومړنی ګول ناتان آکه په ۵۰ دقیقه، دویم ګول ارلینګ هالنډ په ۷۰ دقیقه او درېیم ګول فیل فوډن په ۸۵ دقیقه کې ترسره کړ.

ناروژي لوبغاړي په ۷۰ دقیقه کې په یوه چټک ګوذار سره د وسټهام کلک مقاومت له منځه یووړ ترڅو د غوره لیګ په یوه پړاو کې د خپلو ګولونو د شمېر ریکارډ مات کړي.

په همدې توګه منچسټرسیټي په دې پړاو کې تر اوسه ۷۹ امتیازونه خپل کړي او لومړۍ لوبډله ده. ورپسې ارسنال لوبډله په ۷۸ امتیازونو سره په دویم مقام کې ده.

ټاکل شوې سیټي د شنبې پر ورځ په خپل کور کې د لیډز یونایټډ کوربتوب وکړي چې دغې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره به څلور نور امتیازونه هم خپل کړي.

کوریچ د اوپن مادرید لوبو بل پړاو ته ولاړ

د کرواسیا تنس لوبغاړي برنا کوریچ په ۶-۳ او ۶-۳ پایلې سره خپل جرمني سیال ډانیل التمایر ته ماته ورکړه.

دغه سیالۍ د چهارشنبې پر ورځ د اوپن مادرید تنس لوبو په چوکاټ کې ترسره شوې وې.

کوریچ په دې بریا سره نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه او التمایر د لوبو له دوام څخه وایستل شو.

ټاکل شوې دغه ۱۷ شمېره لوبغاړی په نیمه پایلوبو کې له اسپانیايي لومړي لوبغاړي کارلوس الکازار پروړاندې ولوبېږي.

ناپولي لوبډله د اتلولۍ په درشل کې

ناپولي لوبډله له ۳۳ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د ایټالیا اتلولۍ د ترلاسه کولو په درشل کې ده.

ټاکل شوې دغه لوبډله د پنجشنبې پر ورځ د اودینزه لوبډلې پروړاندې ولوبېږي؛ هغه سیالي چې د ماتې په صورت کې کولای شي د ناپولي جشن ودروي.

دغه لوبه به د ډیګو ارمانډو مارادونا په لوبغالي کې ترسره شي او د ناپولي پلویان تمه لري چې لوبډله یې دا لوبه وګټي ترڅو اتلولۍ خپله کړي.

اټکل کېږي چې کابو ۱۰ زره پلویان به د دې لوبې د نندارې لپاره لوبغالي ته ولاړ شي.

له بل لوري دولت د امنیت د ټینګښت لپاره لا زیات پولیس سیمې ته لېږلي دي.