په کابل کې یو شمېر محصلې نجونې طالب مشران د افغان مېرمنو په وړاندې په تاوتریخجن چلند تورنوي او وايي چې طالبانو په افغانستان کې نجونې له زده کړو او تحصیل څخه بې برخې کړې خو خپلې لوڼې یې په نورو هېوادونو کې زده کړه او تحصیل کوي.
د اسما په نوم یوه محصله په دې اړه وايي: «زموږ توپیر د دوی (طالبانو) له لوڼو او مېرمنو سره څه دی؟ دوی د نورو هېوادونو په غوره پوهنتونونو کې زده کړه کوي، خو په افغانستان کې نجنې او ښځې په کور کېنول شوې او له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.»
حسنا قریشي چې پر هېواد د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو مخکې پورې د کابل په یوه پوهنتون کې د کیمیا څانګې محصله وه او اوس له پوهنتونه بې برخې شوې وايي: «زده کړه پر ښځه او نارینه دواړو واجب ده، هېڅوک نه شي کولای دا حق له موږ څخه واخلي. ښځو او نجونو په خلونو د ښځو د زده کړو د مخنیوي د پای ته رسولو لپاره خپل غږ پورته کړی خو دولت (طالبان) ورته پام نه کوي.
دغه نجونې زده کړه او تحصیل د دوی حق بولي او وایي چې له بې برخلیکۍ ستومانه شوې دي. دوی وایي چې له بشري حقونو دفاع کوونکي نړیوال بنسټونه باید له زده کړو د ښځو د مخنیوي په وړاندې بې پامي ونه کړي.
د ژورنالیزم پوهنځي محصله شیبا مهتابي هم باوري ده: «هغه محدودیتونه چې طالبانو پر موږ لګولي ډېر دي، موږ کولای شوای په ښار کې آزاد ژوند وکړو او درس ووایو، خو طالبانو اجازه را نه کړه، موږ غواړ چې ژرترژره په دې برخه کې جدي ګامونه پورته شي.
د طالبانو له واکمنۍ کابو شل میاشتې تېرېږي او په دې موده کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري.
طالبانو د ښځو پرمخ ټول تحصیلي مرکزونه تړلي دي. تراوسه د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو د تړلو لپاره نړیوالو هڅو کومه پایله نه ده لرلې.