افغانستان

ننګرهار کې یوه نجلۍ چې هلک شو

د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې یوه شپاړلس کلنه نجلۍ تر تشخیص وروسته هلک ثابت شو.

شپاړلس کلنې عادلې چې اوس عبدالرحمن نومېږي، د ټولنیزو محدویتونو او بېوزلۍ له امله شپاړلس کاله نجلۍتوب منلی و.

د ننګرهار د چپرهار په یوه ځايي روغتیایې مرکز کې تر معاینې وروسته جوته شوه چې هغه نارینه دی.

د دغه روغتیايي مرکز ډاکتر عبیدالرحمن ستانکزی په دې اړه وايي: «دا نجلۍ له مور سره روغتون ته راغله موږ يې چې معاينات وکړل نو خاصيتونه یې اتيا سلنه د نارينه و، مياشتنۍ ناروغي یې هم نه لرله او هېڅ ډول پکې د نجلۍ خاصيتونه نه وو.»

د عبدالرحمن پلار خير الله وايي: «موږ پخوا نه پوهېدو چې دا هلک دی خو دلته د خلکو له شرمه چې موږ پورې به وخاندي دا موضوع مو نه ښکاره کوله او بل موږ د درملنې پیسې نه لرلې د غربت له امله مو هم نشوای کولای، ځکه موږ يو وخت ډوډۍ ته حیران یو، اوس خوښ یم چې یو بل زوی هم لرم.»

د نجلۍتوب اغېزې لا هم پکې لیدل کېږي او وایې، له دې وروسته به د کور کارونو پر ځای له پلار سره په کرونده کې کار کوي او که یې بې وزلي خنډ نه شي هیله من دی چې د طب په څانګه کې زده کړه او له دې لارې هېوادوالو ته خدمت وکړي.

هغه نجلۍ چې له تشخیص وروسته هلک شو او اوس یې نوم عبدالرحمن دی وايي: «مخکي به مې مور سره لوښي او جامې مينځلې، د پخلنځي په کارونو کې به مې مرسته کوله خو له دې وروسته به له پلار سره په کرونده کې کار کوم، او هیله لرم ډاکتر شم او له هلکانو سره به کرېکټ هم کوم.»

هغه وايي، په تېر ټول ژوند کې یې هېڅکله سینګارتوکي نه دي کارولي، ډېر وختونه به یې د خپلو وروڼو جامې اغوستې او هڅه به یې کوله چې د دوی په شان کار وکړي.

نوموړی اندېښنه لري که یې لاسنیوی ونه شي ښايي خپلو هیلو ته ونه رسېږي.

د عبدالرحمن مور روګل وايي: «ډېر خوشحاله يو ورته خو که دا خلک خبر هم شي، موږ غريب يو د عمليات پيسې نه لرو چې عمليات یې وکړو که خلک راسره مرسته وکړي نو عمليات به يې وشي او دا ستونزه به حل شي.»

کابو څلور کاله مخکې هم د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې یوه ۲۲ کلنه نجلۍ له جراحي عملیات وروسته په نارینه بدله شوه او ډاکترانو په وینا دا ډول پېښې ډېرې کمسارې دي.