ورزش

له ۱۶ کلونو وروسته د اروپا د اتلولۍ لیګ پایلوبې ته د میلان رسېدل

میلان لوبډله له هغې وروسته چې د سه شنبې په ورځ له فشاره وژغورل شوه، د اولیویه ژیرو د لومړۍ نیمايي په ګول سره چې ۱ـ ۱ مساوي شول، په تېرو شپاړسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د اروپا د اتلولۍ لیګ وروستي نیمه پایلوبې ته ورسېده.

ناپولي تر پایه هڅه وکړه خو میلان دفاع وکړه تر دې چې په اضافي دریېو دقیقو کې ویکتور اوسیمن لوبه مساوي کړه خو دا ډېره ناوخته وه ځکه لوبڅار څو ثانیې وروسته لوبه پای ته ورسوله.

میلان به په په وروستیو څلورو پړاوونو کې له انترمیلان یا د پرتګال له بنفیکا سره لوبه وکړي.

د میلان یو د صفر په وړاندې بري وروسته، ناپولي له هماغه پیله لومړي ګول ته رسېدو لپاره هڅه وکړه خو مقابل لوري سخته دفاع وکړه.

میلان وتوانېده چې د کوربه لوبډلې له نیمګړتیاوو ګټه واخلي او ترې مخکې شي.

رافائل لئو د ناپولي له دفاع تېر شو او توپ یې د ژيرو په لور ګوذار کړ او له نږدې یې ګول وواهه.

ناپولي د لوبې په وروستیو اتو دقیقو کې د فیکایو توموري له خوا توپ د جریمې برخې ته بوته، خو د خویچا کوارتسخلیا د پنالتي توپ د مایک ماګنان له خوا وګرځول شو.

که څه هم اوسیمن ډېره هڅه وکړه چې ګول ووهي خو د ناپولي او پلویانو لپاره یې کومه بریا خپله نه کړه.