افغانستان

لیندسي ګراهام: له افغانستانه د وتلو راپور «سیاسي سپینول» دي

Photo: Reuters

امریکایي سناتور لیندسي ګراهام، له فاکس نیوز سره په مرکه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو بیړني وتلو په هکله د سپینې ماڼۍ راپور د «سیاسي سپينولو» لپاره اقدام وباله.

سپينې ماڼۍ په یوه دوولس مخیز راپور کې د امریکا مخکینی ولسمشر ډانلډټرمپ له افغانستانه د دغو ځواکونو د وتلو او له هغې وروسته وضعیت مسوول بللی دی.

ګراهام مني چې ټرمپ داسې پرېکړې وکړې چې نوموړی ورسره مخالف و، خو خبرداری یې ورکړ چې د امریکا ولسمشر جوبایډن، د «بل یوولسم د سپتمبر» لپاره کښت وکړ.  

ښاغلي ګراهام فاکس نیوز ته وویل: «زه له ځینو کارونو سره چې ولسمشر ټرمپ ترسره کړ مخالف وم خو هغه ځواکونه ونه ایستل.»

ګراهام زیاته کړه: «دا د ګرم بللو لپاره د بایډن حکومت له خوا د سیاسي سپينولو راپور دی، په راپور کې ویل شوي چې زموږ ماموریت ترسره شوی، له همدې امله بایډن له افغانستانه وتلی.»

د سپینې ماڼۍ په راپور کې د ګډوډۍ لامل هغه هوکړه وبلله چې د امریکا مخکیني ولسمشر ډانلډټرمپ یو کال مخکې په دوحه کې له طالبانو سره کړې وه.

ددې راپور اصل محرم دی، خو هغه څه چې د پنجشنبې په ورځ خپاره شول د دې راپور لنډیز دی.

ګراهام له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د بایډن د تر ټولو لوړپوړي منتقد په توګه راڅرګند شوی او په ځلونو یې خبرداری ورکړی چې دا چاره په راتلونکي کې د ترهګریزو ګواښونو لپاره تشه رامنځته کولای شي.

ښاغلي ګراهام وویل: «[بایډن] ادعا کوي چې موږ په افغانستان کې ترهګریز ګواښونه له منځه وړي له همدې امله هغه د ترټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره، ځواکونو وایستل.»

نوموړي زیاته کړه: «د امریکا د مرکزي قوماندانۍ رییس جنرال کوریلا تېره اونۍ وویل چې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې او القاعدې حضور پراخ شوی چې ښايي په راتلونکو شپږو میاشتو کې له کوم خبرداري پرته په امریکا کې له برید سره مخ شو.»

د یوې نظرپوښتنې پربنسټ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د بایډن د ولسمشرۍ په دوره کې د لومړي ځل لپاره د هغه محبوبیت کم شوی دی.

ګراهام خبرداری ورکړ: «کله چې د بایډن حکومت تاسو ته وايي، په افغانستان کې هېڅ ترهګر نشته، دوي دورغ وايي. یو مرګونی مخلوط د رامنځته کېدو په حال کې دی، که سیاستونه بدل نه کړو، یوازې یوه د وخت خبره ده چې د سپتمبر د یوولسمې په شان پېښه رامنځته شي.»

ګراهام د ۲۰۲۴ میلادي کال په ټاکنو کې له ډانلډ ټرمپ څخه ملاتړ کړی دی. ګراهام د امریکا په سنا جرګه کې د سویلي کارولینا ایالت سناتور دی. هغه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۳ کال په جنورۍ میاشت کې ددې جرګې غړیتوب ترلاسه کړ.