فرهنګ او هنر

لوموند نشریه: داعش په بلخ کې «دلبرجین» لرغونی ښار چور تالان کړی

لوموند فرانسوي نشریې رپوټ ورکړی چې د افغانستان په بلخ ولایت کې «دلبرجین» لویه لرغونې سیمه د ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په پراخه توګه تخریب شوې ده.

ددغه راپور له مخې، داعش ډلې دا لرغونې سیمه په داسې طریقې چې په تېرو وختونو کې یې په سوریه او عراق کې د لرغونو ځایونو د تخریب لپاره کارولې په پراخه توګه چورتالان کړي دي.

دلبرجین د یوه لرغوني ښار پاتې برخه ده چې مزارشریف ته نږدې موقعیت لري.

په دغه راپور کې راغلي چې ښايي دا لرغونی ښار د هخامنشیانو په دوره کې جوړ شوی وي.

په دې راپور کې همداراز زیاته شوې چې دا سیمه د طالبانو له خوا د افغانستان د سقوط تر وخته، د اسلامي دولت د خراسان څانګې تر واک لاندې وه او هېچا ورته لاسرسی نه درلود.

د ۱۶ هکتاره په مساحت دا تاریخي سیمه داسې معبدونه لري چې کلک دېوالونه ترې راتاوی شوي او مرکزي برخه یې د شاوخوا په پرتله لږ لوړه ده چې یوه کلا پکې موقعیت لري.

لوموند د افغانستان لپاره د فرانسې د لرغون پېژندونکي پلاوي (ډافا) د پلاوي او د تاریخي میراثونو د دیجیټل کولو موسسې د څېړنو له مخې ویلي چې د ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۱ کال پورې دغې تاریخي ودانۍ ته نه جبرانېدونکي زیانونه اوښتي او ددې لرغوني ښارګوټي چې یو وخت په منځنۍ آسیا او چین کې د بودیزم «بودايي» مذهب د درک د پراختیا لپاره ارزښتمن اثر بلل کېده، هېڅ ترې پاتې نه دي.

په دې راپور کې همداراز راغلي چې دا سیمه په میکانیکي بېل (سکواټور) سره کیندل شوې او یوازې د ډېرو پلان شویو شبکو له خوا چې د داعش ډلې په استازیتوب یا ادارې لاندې یې فعالیت کاوه، ترسره کېدای شوای.

لوموند د «ډافا» له قوله رپوټ ورکړی چې د وسایلو او تالان کولو طریقه ښيي چې دوی مسلکي او همداراز په متخصصینو تکیه لرله او پوهېدل چې څه کوي.

د افغانستان لپاره د فرانسې د لرغون پېژندنې پلاوي همداراز ویلي چې د «دلبرجین» د چورتالان په اړه دوه اټکلونه موجود دي؛ لومړی دا چې له تالان وروسته، لرغوني آثار یې په موټرو کې ځاي پرځاي کړي او د ترکمنستان د پولو له لارې او د ۶۰ کیلومتره دښتې له لارې یې قاچاق کړي دي. دوهم اټکل دا دی چې داعش په مخکیني حکومت او طالبانو کې د پراخ فساد له امله دغې تاریخي سیمې ته لاسرسی پیدا کړی و.