ورزش

دورتموند په ۱- ۲ پایلې سره «یونین برلین» لوبډلې ته ماتې ورکړه

د دورتموند فوټبال لوبدلې د جرمني د بوندس لیګا د ۲۷مې اونۍ په لوبه کې د ۱ـ ۲ پایلې سره د «یونین برلین» لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه تېره شپه د بوروسیا دورتموند په کوربتوب ترسره شوه او د دې لوبډلې لومړی ګول دونیل مالن د لوبې په ۲۸ دقیقه کې وواهه.

دغه هالندي لوبغاړي د بایرن مونیخ د بوندس لیګا د پياوړې او مخکښې لوبډلې په وړاندې د تېرې اونۍ په لوبه کې هم ددې لوبډلې لپاره یوازینی ګول وواهه.

«یونین برلین» لوبډله په ۶۱مه دقیقه کې د کوین برنس په ګول سره مساوي شوه.

خو د لوبې په ۷۴ دقیقه کې د دورتموند لوبغاړی یوسف موکوکو د سباستین هالر پر ځای د لوبې ډګر ته ورغی او په ۷۹مه دقیقه کې یې د دې لوبډلې لپاره د بري ګول وواهه.

په دې بري سره، دورتموند ۵۶ امتیازونو ته ورسېد او د دوه امتیازونو په توپیر سره له «بایرن مونیخ» سره په بوندس لیګا کې دوهم مقام وساته او د «یونین برلین» لوبډله هم د ۵۱ امتیازونو په لرلو درېيم ځای لري.

له بلې خوا، په یوه بله لوبه کې فرایبورګ د «بایرن مونیخ» لوبډلې کوربتوب وکړ چې ۰ـ ۱ په مقابل کې یې ماته وخوړه.

د «بایرن مونیخ» یوازینی ګول ماتیس دلیګت په ۵۱ دقیقه کې وواهه او په دې توګه دا لوبډله په ۵۸ امتیازونو سره لاهم تر نورو مخکې ده.