نړۍ

د نړۍ څو لنډ خبرونه

د چین له لومړي وزیر سره د فرانسوي چارواکو لیدنه، پر الاقصی جومات د اسراییلو د یرغل د غندلو لپاره د استانبول د اوسېدونکو اعتراض او د امریکا په میسوري ایالت کې سخت توپان د نن ورځې د نړۍ څو خبرونه دي.

د چین له لومړي وزیر سره د فرانسې د ولسمشر او اروپايي ټولنې د رییسې کتنه

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د اروپايي ټولنې رییسې «اورسولافون درلاین» د پنجشنبې په ورځ د چین په پلازمیني بیجینګ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر لي کیانګ سره وکتل.

مکرون چې د چهارشنبې په ورځ د چین پلازمیني ته ورسېد خبریالانو ته یې وویل چې اروپا باید له بیجینګ سره د سوداګریزو او ديپلوماتیکو اړیکو د کمولو په وړاندې چې له لوېدیځ سره د ځینو مسایلو له هغې جملې تایوان، حساسې ټکنالوژۍ او له روسیې سره د چین د نږدې اړیکو پر سر مخالفت لري، مقابله وکړي.

ټاکل شوې مکرون او «فون درلاین» د پنجشنبې په ورځ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره هم وګوري.

دواړو مشرانو ویلي چې غواړي چین دې ته اړ کړي ترڅو په اوکراین کې د سولې د ټینګښت لپاره پر روسیې له خپل نفوذ څخه کار واخلي یا لږ ترلږه بیجنیګ د اوکراین په جګړه کې له مسکو څخه له مستقیم ملاتړه په شا کړي.

د امریکا په میسوري ایالت کې سخت توپان پنځه تنه ووژل

د امریکا د میسوري ایالت په سویل ختیځ کې د سخت توپان له امله لږ ترلږه پنځه تنه مړه او پنځه نور ټپیان شول.

دا توپان چې د چهارشنبې په سهار په دې ولایت کې رامتځته شو، په بولینګر ښارګوټي کې یې ډېرې ورانۍ رامنځته کړې.

د میسوري ایالتي چارواکو رویټرز ته ویلي چې په دې پېښه کې ۸۷ ودانۍ زیانمنې شوې او دوولس نورې په بشپړ ډول ورانې شوې دي.

د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې هم رپوټ ورکړی چې ددغه ایالت په لوېدیځو برخو کې هم څو بړبوکۍ پورته شوې دي.

دا په داسې حال کې دي چې څو ورځې مخکې د امریکا په سویلي او لوېدیځو سیمو کې سختو بادونو ۳۲ تنه مړه او لسګونه کورونه یې هم وران کړل.

یوه اونۍ مخکې د «مي سي سي پي» رولینګ فورک ښار د توپان له امله ویجاړ شو چې ۲۶ تنه پکې مړه شول.

شمالي کوریا: د امریکا او سویلي کوریا پوځي مانورو تاوتریخوالی تر اټومي جګړې پورې رسولی

د شمالي کوریا د رسمي خبري آژانس د رپوټ له مخې، پيونګ یانګ نن (پنجشنبه) امریکا او سويلي کوریا د تاوتریخوالي په زیاتوالي تورن کړل چې دا هېوادونه په ګډو مانورو سره تاوتریخوالی د «اټومي جګړې» ته نږدې کړی.

د KCNA په نوم د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس په یوه رپوټ کې د نړیوالو چارو د شنونکي «چو جو هیون» له قوله لیکلي: «د امریکا او سویلي کوریا مانورې په کوریا ټاپو کې د تاوتریخوالي وضعیت لازیاتوي. پيونګ یانګ ژمنه کړې چې ددغو مانورو په وړاندې «یرغلیز اقدامات» ترسره کړي.»

ددې راپور په دوام کې راغلي: د شمالي کوریا پرخلاف د امریکا او د هغې د متحدینو مخالفت، په کوریا ټاپو کې وضعیت د نه ستنېدونکې غمیزې په لور بیایي… دوی تاوتریخوالی د اټومي جګړې تر درشله رسولی دی.

دغه شنونکي په خپل راپور کې ټینګار کړی: اوس نړیواله ټولنه په یوه خوله هیله منه ده د اټومي جګړې تورې ورېځې چې د کوریا ټاپو پر سر راغلې، ژر ترژره له منځه ولاړې شي.

پر الاقصی جومات د اسراییلو د یرغل په محکومولو کې د استانبول د اوسېدونکو لاریون

د ترکیې یو شمېر اوسېدونکو د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد د بېلابېلو وګړو په غوښتنه په استانبوې کې د اسراییلو د کونسلګرۍ په وړاندې په راټولېدو سره پر الاقصی جومات د دغه رژيم د پولیسو یرغل او پر فلسطیني لمونځ کوونکو برید یې غندلی دی.

د ترکیې لاریون کوونکو د الله اکبر په نارو سره، د فلسطین د خلکو او ډلو په ملاتړ او د اسرایيلو د اقداماتو په غندلو کې یو لړ شعارونه هم ورکړل.

په استانبول کې د ترکي ځوانانو ټولنې رییس محمد یار اوغلو په دغه اعتراض کې وویل: «الاقصی جومات په دغو یرغلونو سره له محدودیتونو او سپکاوي سره مخ دی او پر الاقصی جومات د افراطي یهودانو یرغل د دې لامل شو چې مسلمانان ددې جومات له مقامه د دفاع لپاره د ننه پرلت وکړي.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیانیه کې پر الاقصی جومات د اسراییلیانو یرغل او د الاقصی جومات په القبلي مصلا کې د یو شمېر فلسطیني لمونځ کوونکو نیول غندلي او ټینګار یې کړی: د روژې په مبارکه میاشت کې په الاقصی جومات کې پر لمونځ کوونکو برید او یرغل په هېڅ توګه د منلو نه دی.

دغه وزارت په خپله بیانیه کې په سیمه په تېره بیا غزې تړانګه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ: د اسراییلو دولت باید ژر ترژره هر ډول پاروونکي اقدامات او بریدونه چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل کېږي، ودروي.