افغانستان

ننګرهار کې د یوناما په دفتر کې د ښځو د کار بندول؛ خلیل‌زاد: د طالبانو دا پرېکړه تېروتنه ده

د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ننګرهار ولایت کې ملګروملتونو سازمان د استازولي په دفتر (یوناما) کې د ښځو د کار مخنیوی یوه تېروتنه بللې او دا پرېکړه یې غندلې ده.

ښاغلي خلیل‌زاد نن چهارشنبې د وري په شپاړسمه په یوه ټویټ کې لیکلي: «په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان په دفترونو کې د افغان مېرمنو د کار د مخنیوي لپاره د طالبانو تصمیم اشتباه ده او د خلکو کړاونه به زیات کړي.»

د زلمي خلیل‌زاد په وینا د طالبانو دا پرېکړه به د افغانستان لپاره نړیوالې مرستې کمې کړي.

له بلې خوا، په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ښځینه کارکوونکو له حضور پرته د ملګروملتونو سازمان نه شي کولای افغانانو ته بشردوستانه مرستې ورسوي.

د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش په یوه ټویټ کې ویلي، په هغه صورت کې چې دا کار ونه درول شي، په افغانستان کې به د مرستو په رسولو کې د دې سازمان توانمنۍ کمزورې شي.

د طالبانو اقتصاد وزارت د ۲۰۲۲ میلادي کال په دسمبر میاشت کې په خصوصي او دولتي موسسو کې د ښځو کار منع اعلان کړ.

د طالبانو له خوا په سازمانونو او خصوصي بنسټونو کې د ښځو د کار په وړاندې د محدودیتونو لګول په یوناما او یو شمېر نورو سازمانونو کې عملي نه شول.

د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې آمنې محمد په جنورۍ میاشت کې افغانستان ته د سفر پرمهال ویلي و چې ښايي طالبان د محدودیتونو په دوام په نړیوالو سازمانونو کې هم د ښځو کار کم کړي.

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د محدودیتونو لګول تل د بشري حقونو د سازمانونو له خوا غندل شوي او هغه یې له بشري حقونو سرغړونه بللې ده.

د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت په یوناما کې د ښځو د کار د مخنیوي په غبرګون کې ویلي چې دا پرېکړه د ښځو له حقونو پراخه سرغړونه او د ملګروملتونو سازمان د قانون خلاف کار دی.

نوموړي د طالبانو له خوا ددغه فرمان د ژر ترژره لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې دي چې د تېر کال (۱۴۰۱) د مرغومي په میاشت کې یوناما ویلي و چې په دغه سازمان کې د ټولو ښځینه کارکوونکو ساتلو ته ژمن دی او پر ځای به یې نارینه کارکوونکي ونه ګماري.

د دغه سازمان په وینا، افغان مېرمنې د ملګروملتونو سازمان او افغانستان د خلکو لپاره مهم رول لري.

خو په ننګرهار ولایت کې د یوناما په دفتر کې د ښځو لپاره د محدودیت له لګولو وروسته، په ولایتونو کې یو شمېر سرچینې وایي چې په افغانستان کې دغه دفتر په ټولو ولایتونو کې ښځینه کارکوونکو ته حکم کړی چې تر بلې خبرتیا په کورونو کې پاتې شي.

د ملګروملتونو سازمان ویاند ستیفان دوجاریک د سه شنبې په شپه په نیویارک کې د دې سازمان په مرکز کې وویل چې طالبانو په ننګرهار کې د دې سازمان کارکونکو ته په شفاهي ډول حکم کړی چې خپلو دندو ته حاضرې نه شي.

د ملګروملتونو سازمان په وینا په ننګرهار کې د ښځو د کار له مخنیوي وروسته، دغه سازمان خپلو ټولو ۳۳۰۰ کارکوونکو ته چې په هغوی کې ۴۰۰ ښځې هم دي حکم کړی تر راتلونکو دوو ورځو خپلو دفترونو ته حاضر نه شي.

ویل کېږي چې که طالبان په دغو دوو ورځو کې یوناما ته ځواب ورنه کړي ښایي چې دا سازمان خپله پرېکړه وغځوي.

د طالبانو ادارې تراوسه په یوناما کې د ښځو د کار د مخنیوي په اړه څه نه دي ویلي.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکي وايي چې د طالبانو دا پرېکړه په افغانستان کې د بې وزلۍ پر زیاتېدو او مرستو پر کمښت مستقیم اغېز کوي او طالبان به په دې تصمیم سره له خلکو سره د مرستې رسولو یوه مهم سرچینه له منځه یوسي.

د دوي په وینا آن د ملګروملتونو سازمان د طالبانو د پرېکړو په وړاندې پاتې راغلی دی.