افغانستان

په کونړ کې د بېځایه شویو کورنیو ستونزې

په افغانستان کې د طبیعي آفتونو، وچکالۍ او جګړې له امله ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو سیمو کډې کولو ته اړ شوې دي.

په کونړ ولایت کې هم د تېرو جګړو پرمهال یو شمېر کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوې او په سخته بې وزلۍ کې ژوند کوي.

دغه کورنۍ وایي، د سرپناه، د څښاک پاکو اوبو او روغتیایي خدماتو د نشتوالي له امله یې ژوند ډېر ګران شوی دی.

ګل شهزاده چې د کونړ د غازي آباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی د جهموري نظام د سقوط پرمهال له کورنۍ سره له خپلې سیمې کډه شوی او اوس د کونړ د مرکز اسداباد په یوه څنډه کې ژوند کوي وايي: «د طالبانو د  واکمنېدو په لومړیو کې مې له کورنۍ سره له خپلې سیمې کډه وکړه او دلته له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ یو، له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړو چې راسره مرسته وکړي.»

دغه کورنۍ وايي، د بې وزلۍ له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې او له څه د پاسه یو کال راهیسې حکومت (طالبانو ادارې) او مرستندویه بنسټونو له دوی سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

دوي وایي، په خېمو او یا هم ورانو کورونو کې په سخت حالت کې ژوند کوي.

زبیر چې درې کاله مخې له چپې درې ولسوالۍ راګډه شوی اوس د اسداباد په یوه برخه کې اوسېږي.

هغه وایي: «زما په ګډون ګڼ شمېر کورنیو د بې وزلۍ له امله خپلې سیمې پرېښي چې اوس له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ یو، نه حکومت زموږ وضعیت ته پام کوي او نه هم مرستندویه موسسې، هیله کوو چې زموږ سره مرستې وکړي.»

دغو بېځایه کېدو د کورنیو د لویانو ترڅنګ د هغوی پر ماشومانو هم ناوړه اغېزه کړې او له زده کړو بې برخې شوي دي.

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی امان ګل وايي: «زه درې زامن او یوه لور لرم، کله چې له خپلې سیمې کډه شوو دوی له زده کړو پاتې شول ځکه دلته نږدې ښوونځی نشته له همدې امله زه ډېر اندېښمن یم چې د دوی راتلونکی به څه ډول شي.»

په وروستیو کلونو کې نه یوازې په کونړ بلکې د هېواد په ډېری سیمو کې زیات شمېر کورنۍ په بې وزلۍ کې ژوند کوي.