افغانستان

ریچارد بنت: طالبانو په تېر یو نیم کال کې په «ټولیز ظلم» لاس پورې کړی

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي د کلفورنیا په ایرواین پوهنتون کې د وینا پرمهال وویل چې طالبانو له عمومي بښنې سره سره په تېر یو نیم کال کې د افغانستان د وسله والو ځواکونو د مخکینو غړو وژنو ته دوام ورکړی دی.

ښاغلي بنت چې په دغه وینا کې زیاته کړه چې افغانستان د بشري حقونو له تر ټولو بد ناورین سره مخ دی.

ریچارد بنت همداراز وویل چې د ملګروملتونو سازمان په دفترونو کې د ښځو د کار د مخنیوي په اړه د طالبانو په وروستۍ پرېکړې سره د ښځو د حقونو وضعیت، لا خراب شوی دی.

هغه زیاته کړه: «آن که داسې وګڼو چې د ښځو د کار او زده کړو ستونزه حل شي، بیا به هم افغانستان د بشري حقونو له سخت ناروین سره مخ وي.»

په کابل کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر یوناما د سه شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي چې په ننګرهار ولایت کې د ملګروملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار مخنیوی شوی دی.

یوناما زیاته کړې چې ملګري ملتونه په دې اړه «جدي اندېښنه لري» او په افغانستان کې له ښځینه کارکوونکو پرته فعالیت نه شي کولای او ښځو له حضور پرته د مرستو رسولو بهیر ناشونی دی.

رویټرز رپوټ ورکړی چې د ملګروملتونو سازمان د ښځو د کار د مخنیوی په غبرګون کې له خپلو افغان کارکوونکو غوښتي چې په «امنیتي لاملونو» خپلو تر راتلونکو دوو ورځو خپلو دفترونو ته ولاړ نه شي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ رییسه ډاکتره سیما سمر او د کلتوري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو مخکینۍ راپور ورکونکې ډاکتره کریمه بنون هم د دې ناستې ویناوالې وې.

مېرمن سمر په دې ناسته کې وویل: «طالبان د انساني کرامت په وړاندې جنګېږي، ځکه کله چې د ښځو د انساني کرامت په وړاندې درېږي، په دې معنی دي چې خپل انساني کرامت ته هم درناوی نه لري.»

مېرمن سمر د افغانستان د مخکیني دولت ماتې د افغانستان د دولتي چارواکو او نړیوالې ټولنې یوه ټولیزه ماته وبلله او وې ویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت یوې عمومي حل لارې ته اړتیا لري.

ددې ناستې په دوام د کلتوري چارو په برخه کې د ملګروملتونو مخکینۍ راپور ورکوونکې کریمې بنون وویل چې د طالبانو کړنې د «جنسیتي اپارتاید» او له هغې وراخوا دي: «دا یوازې جنسیتي توپیر نه دی، بلکې د ښځو خلاف سیستماتیک اپارتاید دی. دا جنسیتي بېلول له عمومي ژوندانه د ښځو بهر کول دي. د ملګروملتونو سازمان د جنسیتي اپارتاید د چوکاټ پربنسټ، دولتونه مکلف دي چې ددغه جنسیتي اپارتاید په وړاندې عمل وکړي، له طالبانو سره له تعامل څخه ډډه وکړي او اجازه ورنه کړي چې دوی په رسمیت وپېژندل شي.

مېرمن کریمې بنون په افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت د سویلي افریقا له د اپارتاید له پړاو سره ورته وباله.

دا ناسته د «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان؛ د بشري حقونو د ملاتړو لپاره د عدالت غوښتنې لارو چارو رامنځته کول» په نوم دوه ورځني سمینار په پای کې جوړه شوې وه. د کلفورنیا د ایرواین حقوقو پوهنځي د افغانستان د مدني ټولنې غړو او رسنیو استازو ته په بلنې ورکولو دا سمینار ترسره کړی و.