فرهنګ او هنر

د ښځو د نقاشۍ آثار د دوي له حضور پرته په هرات کې نندارې ته کېښودل شول

په هرات کې د «قلم تلاوت» نندارتون د دې ولایت د هنرمندانو د ښکلي لیکنو په آثارو سره جوړ شو.

په دغه نندارتون کې د درېیو ښځو په ګډون د نقاشۍ د اوو استادانو آثار نندارې ته اېښودول شوی خو ښځې پکې ګډون نه لري.

دا نندارتون به د درېیو ورځو لپاره د هرات په علامه سلجوقي سالون کې یوازې د نارینه وو پرمخ پرانیستی وي.

له بلې خوا، له نندارتون څخه لیدونکي په هغې کې د ښځو ګډون اړین بولي.

دوی د دغه نندارتون په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې باید ښځو ته هم له نندارتونه د لیدنې اجازه ورکړل شي.

له دغه نندارتون څخه یو لیدونکی عبدالحسیب مومني وایي: «ډېر ښه دي چې دا ډول نندارتونونه جوړېږي او ښه ده چې مېرمنو ته هم اجازه ورکړي ترڅو ترې لیدنه وکړي.»

د دې نندارتون یو جوړونکی سمسور کریمي وايي چې د دې پروګرام له جوړولو یې موخه د دین او هنر ترمنځ د تړاو رامنځته کول دي.

هغه زیاته کړه: «د هرات د لویو استادانو ۵۰ آثار چې دیني او قراني پيغامونه لري په دې ځای کې نندارې ته اېښودل شوي دي. دا ډول نندارتونونه د قرآن لوستلو او دین په اړه ګټور کېدای شي.»

دغه نندارتون په داسې حال کې جوړېږي چې په هرات کې د خطاطۍ هنر ښه وضعیت ښه نه دی او هنرمندان یې کارونه له ځوړتیا سره مخ بولي.

له بلې خوا، د هرات د ښکلي لیکنو ټولنې مسوولین په دې ولایت کې د خطاطۍ هنر بد وضعیت ته په اشارې سره وایي چې دوي د دین او هنر ترمنځ د تړاو د رامنځته کولو په موخه دا آثار پنځولي دي.

یو خطاط تاج محمد وايي: «د نقاشۍ هنر وضعیت ښه نه دي او باید له هنرمندانو ملاتړ وشي ځکه ددې هنر دوام ملاتړ ته اړتیا لري.»

د هرات د ښکلي لیکنو ټولنې رییس نېک محمد مستمند غوري وایي: «له بده مرغه چې په وروستیو کلونو کې خط ته دومره پام نه دی شوی، ځکه موږ د خطاطۍ موادو له سخت کمښت سره مخ یوو او هیله من یو چې له دې وروسته ټول موږ ته پام وکړي.»

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي چې دوي له ټولو هنرمندانو ملاتړ کوي.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم الحق حقاني وویل: «د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خطاطۍ هنر د ودې او ملاتړ په برخه کې هڅې کوي او ددغه ډول پروګرامونو د جوړولو په لټه کې یو ترڅو دا هنر ژوندی وساتو.»

دا نندارتون په داسې حال کې د ښځو له حضور پرته جوړېږي چې په تېرو وختونو کې د هرات د خطاطانو ټولنې کابو ۴۰ سلنه ښځې وې، خو د محدودیتونو په زیاتېدو یې شمېر کم شوی دی.

په هرات کې د خطاطۍ او ښکلي لیکنو هنر د تیموریانو له دورې مخکې مخکې موجود و چې ترټولو مشهور خط چې په دې ولایت پورې ځانګړی دی، نستعلیق خط دی.