افغانستان

په پنجشېر کې د طالبانو «د مرافعه محکمې» د رییس ټپي کېدل

Panjshir province, Afghanistan. July 2022.

پنجشېر کې د طالبانو او سیمې د اوسېدونکو په منځ کې سرچینې آمو ته وایي، چې په دغه ولایت کې دوې ډلې طالبان له یو بل سره نښتي او ساعتونه یې پر یو بل پرله‌پسې ډزې کړې دي.

پنجشېر کې د طالبانو یوه سرچینه وایي، چې نښته دوشنبه شپه ۱۲ بجې په دغه ولایت کې د طالبانو د «مرافعه محکمې» د رییس د کسانو او پنجشېر کې د طالبانو د «لوا قوماندان» مولوي مسافر اړوند کسانو ترمنځ وشوه.

د دې سرچینې په وینا، نښتې د سهار تر درېیو بجو دوام درلود چې په پایله کې یې په پنجشېر کې د طالبانو د محکمې رییس مولوي عبیدالله او دوه ساتونکي یې ټپیان شول.

د طالبانو له منځه سرچینې وایي، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې د مولوي مسافر کسان شنبه شپه پنجشېر کې د طالبانو د «مرافعه محکمې» د رییس مولوي عبیدالله دفتر ته ننوتل او غوښتل یې د نوموړي او د هغه د همکارانو ګرځنده ټلیفونونه وپلټي. خو د مولوي عبیدالله له مخالفت سره مخ شول.

د سرچینو په وینا، د مولوي مسافر او مولوي عبیدالله د کسانو ترمنځ د شنبې شپې په ۱۲ بجې پیل شوه او تر درېیو ساعتونو یې دوام درلود.

د سرچینو په وینا، دغه نښته د پنجشېر په رخه ولسوالۍ کې شوې چې اوس یې پوځي وضعیت خپل کړی دی.

سرچینې وایي چې طالبانو د دغې نښتې د پلټنې لپاره پنجشېر ته یو پلاوی لېږلی دی.

اخوا د سیمې یو اوسېدونکی وایي، سره له دې چې نښته د شپې درېیو بجو شاوخوا ودرېده، خو د سهار تر شپږو بجو له پېښې ځای‌ ځای ډزې اورېدل کېدې. اوس چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې پنجشېر کې د طالبانو د محکمې رییس د دفتر ودانۍ ته نږدې شي.

پنجشېر کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملک‌زاده په دې ولایت کې د مولوي عبدالله د ټپي کېدو په تایید سره وایي: «تېره شپه د پنجشېر ولایت د محکمې د ساتونکو او د شکایتونو د اورېدو کمېسیون غړو ترمنځ د ګرځنده ټلیفونونو د پلټلو په تړاو د یوه ناسم پوهاوي په پایله کې ډزې وشوې او له امله یې د محکمې یو ساتونکی او د مرافعه محکمې رییس په سطحي ډول ټپیان شوي دي.»

له دې مخکې هم رسنیو په تخار، بدخشان، پنجشېر، فاریاب، د بغلان مرکز او اندراب ولسوالیو کې د طالبانو د خپلمنځي نښتو په هکله راپورونو خپاره کړي دي.

تېر کال په وږي میاشت کې آمو د بغلان په تاله‌وبرفک ولسوالۍ کې د دوو طالب قوماندانانو ترمنځ د نښتې راپور خپور کړی دی.

په دې راپور کې راغلي؛ تاله‌وبرفک ولسوالۍ کې د طالبانو امنیه قوماندان بهاالدین د دې ډلې د استخباراتو له مسوول سمیع‌الله سره نښته کړې وه چې په پایله کې یې د استخباراتو مسوول له خپلو درېیو کسانو سره ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

د تېر کال په چنګاښ میاشت کې طالبانو په پنجشېر کې د حمید خراساني درې ساتونکي د پکول په سروولو له امله نیولي وو. خراساني په هغه وخت کې د طالبانو د مشر اړوند یوه غږیز پیغام په خپرولو نیوکه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې کسان یې خوشي کړي.

مهدي مجاهد د ‍۱۴۰۰ کال په سلواغې میاشت کې د بامیان ولایت د طالبانو د استخباراتو له ریاسته له ګوښه کېدو څه موده وروسته کابل او بیا د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ ته ولاړ.

نوموړي هلته ادعا وکړه چې د طالبانو مشرتابه د افغانستان «هزاره‌ګان او شیعیان» له پامه غورځولي او له همدې امله یې له دې ډلې سره اختلافونه زیات شول.

سږ کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې مولوي مهدي له خپلو لسګونه کسانو سره له طالبانو سره وسله‌واله جګړه پیل کړه. خو له نږدې درېیو ورځو نښتو وروسته د بلخاب مرکز د طالبانو لاس ته ورغی او هغه له خپلو ځواکونو سره د یادې ولسوالۍ شاوخوا غرونو ته وتښتېد.

په پای کې مولوي مهدي د تېر کال په زمري میاشت کې د هرات د کُهسان ولسوالۍ اړوند د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې ووژل شو.