ورزش

بایرن مونیخ په څلورو ګولونو سره دورتموند ته ماتې ورکړه

بایرن مونیخ لوبډله د خپلې پياوړې سیالې لوبډلې دورتموند په وړاندې ۴ د دوه په مقابل کې د جرمني د بوندس لیګا لوبو ګټونکې شوه.

دا د لیدلو وړ لوبه د جرمني د دوو پياوړو لوبډلو ترمنځ چې په «درکلاسیکر» هم شهرت لري د شنبې په شپه د بایرن مونیخ په کوربتوب ترسره شوه.

ددغې لوبډلې نوی لوبډلمشر توماس توخل وتوانېده چې د «بروسا دورتموند» لوبډلې په وړاندې په زړه پورې بری د ځان لپاره ثبت کړي.

بایرنیان چې ټاکل شوې د اپرېل په یوولسمه د اروپا د اتلولۍ لیګ په پایلوبه کې د منچستر سیټي له لوبډلې سره لوبه وکړي، د ۵۵ امتیازونو په اخیستو د «بوندس لیګا» سیالیو په سر کې او دورتموند هم د ۵۳ امتیازونو په لرلو دوهم ځای خپل کړی دی.

بایرن مونیخ د توماس توخل په لوبډلمشرۍ سره چې تازه یې د یولیان ینګلزمن پر ځای د دې لوبډلې مشري پرغاړه اخیستې، وتوانېده چې په لومړیو ۲۳ دقیقو کې درې ځله د دورتموند لوبډلې په وړاندې ګول ووهي.

په لومړیو دیارلسو دقیقو کې په حیرانونکي ډول د دورتموند په وړاندې ګول ووهل شو؛ د بایرن مونیخ لوبغاړي دایوت اوپامکانو د لوبغالي له منځه لوړ توپ وواهه او د دورتموند ګول ساتونکی مخکې ورغی او کله یې چې وغوښتل توپ ووهي، تېروتنه یې وکړه او پښه یې پر توپ ونه لګېده او توپ د ګول پر دروازه ننوت.

وروسته مولر دوه ګولونه ووهل او کینګزلي کومان د بایرن مونیخ لپاره څلورم ګول وواهه.

د دورتموند لومړنی ګول امره کین د پنالټي له برخې وواهه او ددې لوبډلې لپاره دوهم ګول بیا د لوبې په وروستیو ثانیو کې د دانیل میلن له خوا ووهل شو.