افغانستان

ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د کونډو او بې سرپرسته مېرمنو ستونزې

د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر اوچا په دې وروستیو کې راپور ورکړی، چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۲۸،۳ میلیون تنو ته لوړ شوی دی.

د اړمنو کورنیو له ډلې مو په ننګرهار کې د ۱۵۰ هغو کونډو مېرمنو وضعیت انځور کړی، چې له ګڼو ستونزو سره مخ او لاسنیوي ته اړتیا لري.

د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکې تاج بي بي هغه کونډه مېرمن ده چې د کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري او د یوه خیریه بنسټ له خوا د مرستو د ترلاسه کولو په تمه دغه ځای ته راغلې ده.

تاج بي بي وایي، له کړاوه ډک ژوند لري او اړ شوې چې له نورو مرسته وغواړي او خپلو خپلو ماشومانو ته یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړي.

هغه زیاتوي: «د اچین پېښې خوړ کې اوسېږم، له ډېر مجبوریته راغلې یم چې دلته مرسته واخلم، څوک چې موږ سره دا مرستې کوي الله دې ډېر څه ورکړي.»

د تاج بي بي ترڅنګ نجیبه هم د درې کسیزې کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري.

هغه وایي، خاوند یې په تېرو جګړو کې له لاسه ورکړی او د روژې په دې مبارکه میاشت کې اړ شوې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره دلته په تمه شي.

نوموړې زیاتوي، په لږه مرسته هم د ماشومانو یو څو وخته خواړه برابروي.

نجیبه زیاتوي: «زه کونډه او بې وسه یم، نارینه نه لرم، زامن مې واړه دي یو لس کلن، یو دوولس او بل کوچنی دی کار نشي کولی مجبوره یم چې د خلکو دروازې وټکوم او ماشومانو ته یو څه خواړه برابر کړم.»

د دوستي خېلو خیریه بنسټ له خوا له یو شمېر کونډو مېرمنو سره دا مرستې شوې دي.

د دغه بنسټ ویاند اسلام الدین وایي، دوی له ۱۵۰ هغو کونډو سره مرستې وکړې چې د کورنیو سرپرستې پرغاړه لري او هرې کورنۍ ته اوړه، وریجې، غوړي، بوره او چای ورکول کېږي.

مرستې د حل‌لار نه ده، خلکو ته دې د کار زمینه برابره شي

له بلې خوا، په کونړ کې هم د ابرار موسسې له خوا له یو زر او ۳۵۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دا مرستې د دې ولایت په غازي اباد او چپې درې ولسوالیو کې له کونډو، بې سرپرسته او معلولینو سره شوې دي. 

په دې ولایت کې بېوزله کورنۍ د دغو مرستو په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره سره وايي، دا د ستونزو د حل‌لاره نه ده باید دوی ته د کار زمینه برابره شي ترڅو دایمي عاید ولري.

د کونړ اوسېدونکی ضیاالرحمن چې مرسته یې ترلاسه کړې وايي: «دا د حل لاره نه ده، حکومت (د طالبانو اداره) باید د دې پرځای خلکو ته د کار زمینه برابره کړي چې موږ دایمي کار ولرو او له هغې لارې خپلې اړتیاوې پوره کړو.»

په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته نه یوازې په ننګرهار بلکې په ټول هېواد کې خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

نړیوالې مرستندویه ادارې هم وایي، چې په افغانستان کې د روان وضعیت له امله د بېوزلۍ کچه په پراخېدو ده.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام هم څو ورڅې مخکې ویلي و، چې که دغه سازمان خپله غوښتل شوې ۹۰ میلیون ډالره بودیجه ژر ترلاسه نه کړي نو په راتلونکې میاشت کې به ۹ میلیونه افغانان له مرستو بې برخې شي.