نړۍ

د عربستان او ایران د بهرنیو چارو وزیران به ډېر ژر سره وګوري

د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس په دې اړه ولیکل چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال حسین امیرعبداللهیان هوکړه کړې چې په روژې میاشت کې سره وګوري.

دغه خبري آژانس همداراز ویلي چې دغو دوو چارواکو په تېرو څو ورځو کې د دوهم ځل لپاره تلیفوني خبرې سره کړې دي.

د عربستان دولتي خبري آژانس زیاته کړې چې په دغو ټلیفوني خبرو کې د درې اړخیزې هوکړې په رڼا کې د ګډو ستونزو په هکله چې په چین کې لاسلیک شو بحث او خبرې اترې وشوې. دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د روژې میاشتې په اوږدو کې دوه اړخیزه ناسته ترسره کړي.

د دې میاشتې په لومړیو کې سعودي عربستان او ایران د چین په منځګړیتوب هوکړه وکړه چې له څو کلونو وروسته خپلې دیپلوماتیکې اړیکې بېرته پیل کړي.

د دغو دوو سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ د اړیکو پرې کېدل په سیمه په تېره بیا سوریه او یمن کې د بې ثباتۍ لامل شوي وو.

شنونکي باوري دي چې دواړه لوري به له دغو تاوتریخوالي ګټه پورته کړي، ایران په سیمه کې د دغه هېواد د منزوي کولو لپاره د امریکا د هڅو د شنډولو په لټه کې دی او عربستان غواړي اقتصادي ودې ته ورسېږي.

که څه هم عربستان یو ځل بیا پر پر ایران د هغه څه له امله نیوکه کړې چې په ۲۰۱۹ کال کې یې ددغې هېواد د تېلو پر تاسیساتو په توغندويي برید کې د ایران لاس لرل ګڼي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له هغې وروسته چې د سعودي عربستان حکومت یو شیعه دیني عالم اعدام کړ، په ایران کې یې غوسه راوپاروله چې له امله یې په تهران کې ددغه هېواد پر سفارت برید وشو.

له هغې وروسته ایران او عربستان په بشپړ ډول خپلې دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې تردې چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د چین په منځګړیتوب دا اړیکې یو ځل بیا پيل شوې.