په دغه مشاعره کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ترڅنګ له کوزې پښتونخوا څخه هم يو شمېر شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی و.
په مشاعره کې ځینو شاعرانو د شعر په ژبه د نارنج ګل ستاينه کوله او ځینو بیا په شعرونو کې د طالبانو پر کړنو نیوکې وکړې.
مشاعرې ته له کوزې پښتونخوا راغلي شاعران دا ډول مشاعرې د ژبې د بډاینې، مینې او عاطفې لپاره ګټورې بولي.
لیکوال او شاعر جاوېدشاه درمان وایي: «د پښتو د ودې او خلکو د ذهني وړتیا لپاره دا ډول مشاعرې اړینې دي او له دې پرته په کلتوري برخه کې پرمختګ نه کېږي.»
د کوزې پښتونخوا یو بل شاعر قیصر منیروال وایي: «موږه افغانان، ژوند پرسته یو، مینه پال یو، جنګیالي نه یو، ترهګر نه یو، پت پال یو او خلکو ته د ژوند لار ورښيو.»
د مشاعرې په څنډه کې انځوریز نندارتون هم پرانیستل شوی و، چې په کې په لاس کښل شوي انځورونه نندارې ته اېښودل شوي وو.
د دې انځوریز نندارتون جوړونکی پرواز وایي، نندارتون کې یې له پیغامونو ډک لسګونه انځورونه نندارې ته اېښي، چې د ټولنې د خلکو دردونه بیانوي.
هغه زیاتوي: «په دې نندارتون کې د خط او انځور له لارې له پيغامونو ډک انځورونه نندارې ته اېښودل شوي او خلک یې له لیدلو خوند اخلي.»
ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس قاري نور محمد حنیف وایي، چې دغه دودیزه مشاعره او میله يې په آزاد فضا کې ترسره کړه.
حنیف زیاتوي، چې په مشاعره کې هر شاعر د خپل زړه خبرې د شعر په ژبه وکړې.
نوموړي زیاته کړه: «د هېواد د ولایتونو ترڅنګ له کوزې پښتونخوا هم شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی و، موږ د خلکو د تفرېح لپاره یو انځوریز نندارتون هم جوړ کړی دی.»
د نارنج ګل دودیزه مشاعره په لومړي ځل د ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال په ۱۳۴۴ کال کې په ننګرهار ولایت کې جوړه شوه، چې له هغه وخت راهیسې هر کال ترسره کېږي.
له نارنج ګل مشاعرې وروسته په وروستیو کلونو کې په وردګو ولایت کې د مڼې ګل، پکتیا کې د نښتر ګل، خوست کې د څېړۍ، کندهار کې د انارګل، د شین لغمان، د کونړ سیند، د پروان ارغوان او د غزني د انګور وږي په نامه مشاعرې ترسره کېږي.