افغانستان

افغانستان کې د جنګي جنایت په تور د یوه اسټرالیایي سرتېري نیول کېدل

Photo: ABC

د اسټرالیا پولیسو د دغه هېواد د ځانګړو هوایي ځواکونو یو مخکینی سرتېری افغانستان کې د جنګي جنایت په تور نیولی دی.

دغه سرتېری تورن دی چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د افغانستان په ارزګان ولایت کې د غنمو یوه کرونده کې پر خلکو ډزې کړې، چې له دې پېښې یو انځور هم اخیستل شوي دي.

د ځانګړو ځواکونو مخکینی سرتېری ۴۱ کلن الیور شولز دوشنبه سهار د سویلي ولز په شمال کې د دوشنبې ورځې په سهار ونیول شو او ښایي چې وروسته په محکمه کې حاضر شي.

د اسټرالیا فدرال پولیسو د دغه هېواد له ځانګړي پلټونکي دفتر سره په یوه ګډه خبرپاڼه کې وویل: «ادعا کېږي چې هغه افغانستان کې د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو د ماموریت پرمهال، یو افغان وژلی دی.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې پر جنګي جنایت د تورن کس لپاره ترټولو کمه سزا ابدي حبس دی.

خبرپاڼې همداراز ویلي، چې دا د جنګي جنایت د قتل لومړنی تور دی چې د اسټرالیا د قوانینو له مخې پر یوه بر حاله یا مخکیني سرتېري لګول کېږي.

سربېره پر دې، فدرال پولیسو اعلان کړی چې دغه دوه سازمانونه «افغانستان کې د ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو له خوا د وسله‌والې جګړې له قوانینو د سرغړونې اړوند د اسټرالیا تر قوانینو لاندې د جنایي تورونو د څېړلو لپاره له یو بل سره همکاري کوي.»

افغانستان کې د ماموریت پر مهال د اسټرالیایي ځواکونو له خوا د وژنو د ادعاوو په اړه څېړنې دوه کاله مخکې د ځانګړي پلټونکي دفتر له رامنځته کېدو وروسته پیل شوې.

ځانګړی پلټونکی دفتر د «بریریتون» د راپور له خپرېدو وروسته په ۲۰۲۰ کال کې رامنځته شو چې ښيي داسې «معتبر شواهد» شته چې د دغه هېواد یو شمېر سرتېرو افغانستان کې په ناقانونه توګه ۳۹ تنه وژلي دي.

په دې راپور کې همدارنګه راغلي، چې ۲۵ سرتېرو په وژنو کې لاس درلود چې له د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو له خوا پټ ساتل شوي وو.

دغه راپور د اسټرالیا له دولت څخه غوښتي، چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو له ۱۹ اوسنيو یا مخکینيو غړو باید د ۲۳ زندانیانو د وژلو په تړاو چې کروندګر او ملکي وګړي وو، د پولیسو له خوا څېړنې وشي.

د دغو څېړنو په راپور کې ویل شوي، چې یو شمېر زندانیان د نویو سرتېرو له خوا د «لومړنۍ وژنې» د تجربې ترسره کولو لپاره له منځه وړل شوي.