افغانستان

طالبان په بلخ کې د ټپي خبریالانو له وضعیته د راپور ورکولو مخنیوی کوي

The banner of an event that was held in Mazar-e-Sharif city on Saturday, March 11, to honor a number of journalists. Photo: Afghanistan Journalists Center

په بلخ کې خبریالان وايي، طالبانو هېچا ته اجازه نه ده ورکړې چې د مزارشریف په روغتون کې د ټپي خبریالانو د وضعیت په اړه مالومات ورکړي.

له رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی ددې برید د قربانیانو شمېر درې تنه او د ټپيانو دېرش اعلان کړی دی.

حسین نادري او اکمل نظري د «تبیان» کلتوري مرکز غړي دي چې په دې مرکز کې د شنبې ورځې په چاودنه کې ووژل شول.

ددغه مرکز د کارکوونکي اکمل نظري مړی تېره ورځ د بلخ ولایت په شولګرې سیمه کې خاورو ته وسپارل شو. خو د حسین نادري مړی نن د خپلې کورنۍ له خوا په سړه خونه کې وموندل شو.  

سرچینو ویلي چې حسین نادري تازه له ژورنالیزم څانګې فارغ شوی و او د عکاس په توګه یې په تبیان کلتوري مرکز کې کار کاوه. ټاکل شوې وه مړی یې په سرپل کې په خپل استوګنځي کې خاورو ته وسپارل شي.

ددغې چاودنې د یوه بل قرباني هویت تراوسه نه دی اعلان شوی.

په داسې حال کې چې د بېلابېلو رسنیو ۱۵ تنه خبریالان او تصویراخیستونکي په مزارشریف کې په تبیان مرکز کې د چاودنې له امله ټپیان شوي او په بلخ کې د طالبانو تر ادارې لاندې دولتي روغتون کې بستر شوي دي، خو سرچینو ویلي چې طالبان له دغو خبریالانو سره د «تورنو» په شان چلند کوي.

د سرچینو په وینا، طالبانو د دغو ټپي خبریالانو او نورو خبریالانو ټلیفونونه چې تېره ورځ د کب په شلمه او نن رغتون ته د هغوی لیدلو ته ورغلي وو، ترې اخیستې او ځورولي یې دي.

خبریالان وایي؛ کله چې له چاودنې وروسته د خبریالانو د لیدلو لپاره روغتون ته ورغلل، طالبانو له ټولو ټلیفونونه واخیستل او د شنبې ماښام یې له پراخو هڅو وروسته ترې ترلاسه کړل.

دغه خبریالان وايي چې نن یکشنبې د کب په ۲۱مه هم کله چې خبریالان د ټپيانو د لیدلو لپاره روغتون ته ورغلل، طالبانو ورسره ناوړه چلند وکړ او ټلیفونونه یې ترې واخیستل.

په بلخ کې بله سرچینه وايي چې یو شمېر ټپي خبریالانو ته چې وضعیت یې ښه دی، اجازه نه ورکوي چې کورونو ته ولاړ شي او د تورنو په شان ورسره چلند کوي.

ددې سرچینې په وینا فردین نوروزي هغه خبریال چې په دې چاودنه کې ټپي شوی، یوه خصوصي روغتون ته لېږدول شوی، خو طالبان د هغې خونې تر شا ولاړ دي چې نوموړی پکې بستر دی او چا ته اجازه نه ورکوي چې خبرې ورسره وکړي.

دغو سرچینو ویلي چې په دې چاودنه کې د ښاغلي نوروزي غوږونه سخت زیانمن شوي دي.

په تبیان مرکز کې د چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

سرچینې وايي، یو کس یې لیدلی چې «بکس» یې له ځان سره راوړی او په هغه تالار کې چې د تبیان کلتوري مرکز په تلخونه کې موقعیت لري او خبریالان پکې د پروګرام د پوښښ لپاره حاضر شوي وو، اېښی و او په خپله له تالاره وتلی.

طالبانو له چاودنې وروسته د قربانیانو شمېر یو تن او د ټپیانو د ۵ خبریالانو په ګډون اته تنه اعلان کړی دی.