افغانستان

د مخابراتي شبکو له ناسم فعالیته د کونړ د اوسېدونکو شکایت

د کونړ په مرکز اسعداباد او نورو سیمو کې د مخابراتي شبکو فعالیت کمزوری شوی او کاروونکي د مخابراتي خدماتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د ټلیفون له لارې د خبرو پرمهال د غږ پرې کېدل او د انټرنټي کڅوړو لوړې بیې هغه ستونزې دي، چې د دغه ولایت اوسېدونکي سر ترې ټکوي.

محمد صادق د کونړ د مره‌وري ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه وايي: «اوږده موده کیږي چې زموږ په سیمه کې  مخابراتي شبکې په سم ډول کار نه‌کوي. کله چې چا ته ټلیفون کوو نو یو لوړ ځای ته پورته کېږو چې بیا هم د خبرواترو پرمهال سیګنال پرې کېږي. موږ دغي چارې له خپلوانو سره د حال احوال له خبرېدو بې‌برخې کړي یو. د یوې عادي اړیکي لپاره د بام سر یا د غره لوړ ځای ته خېژو. زموږ سیمه که څه هم مرکز اسعداباد ته نږدې ده، خو بیا هم مخابراتي شبکې په سم ډول کار نه‌کوي. غوښتنه مو دا ده چې په دغه برخه کې زموږ ستونزې هوارې شي.»

په همدي حال کې د کونړ یو بل اوسېدونکی رحیم الله ځل هم له مخابراتي ستونزو سر ټکوي. هغه وايې: «د مرکز اسعداباد په ګډون په لیرې پرتو سیمو کې د مخابراتي شبکو فعالیت ډېر کمزوری دی. کونړ یو غرنیز ولایت دی او ډېری خلک يې په غرونو او بانډو کې ژوند کوي. د دې سیمو مېشت خلک بیا د مخابراتي شبکو له خدماتو په بشپړ ډول بې‌برخې دي. په کومو سیمو کې مخابراتي شبکې فعالیت لري هم خدمات ډېر کمزوري دي.

نوموړی د انټرنټي کڅوړو لوړې بیې ته په اشارې وایي، چې د انټرنټ بیه ډېره لوړه ده او عام خلک یې د کارولو وس نه لري.

هغه زیاتوي‎: «وخت پر وخت د انټرنټي کڅوړو بیې لوړيږي، چې دغې چارې هم زموږ پر ورځني ژوند اغېز کړی دی. له یوه لوري مخابراتي شبکي په سم ډول کار نه‌کوي او له بل لوري پڅ انټرنټ او لوړې بیې موږ اندیښمن کړي یو.»

په همدي حال کې کونړ کې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریس صفت‌الله سجاد هم ورته ستونزه مني او وايې، چې د لیرو پرتو سیمو لپاره يې د مخابراتي شبکو نوي سایټونه پلان کړي او ډېر ژر به فعالیت پیل کړي.

هغه زیاتوي، چې په اسعداباد کې د مخابراتي شبکو د ستونزي د هواري لپاره يې له مرکز څخه یوه تخنیکي ډله هم راغوښتې چې په یاده برخه کې به شته ستونزې له منځه ولاړې شي.

اوسمهال کونړ ولایت کې افغان بیسیم، ام‌ټي‌اېن، روشن، اتصالات، سلام او وصل ټلیکام مخابراتي شبکي فعالیت کوي چې پېرېدونکي يې له خدماتو خوښ نه دي.