په کندز کې ترکاڼان د خپل کاروبار ځوړتیا ته په اشارې سره وایي چې د بهرنیو محصولاتو واردات او د پي وي سي تولیداتو زیاتوالي د ترکاڼانو پر کار منفي اغېز کړی دی.
فیض الدین د کندز یو پخوانی ترکاڼ دی چې څه د پاسه دېرش کاله کېږي په دې برخه کې کار کوي.
هغه په خپله کوچنۍ کارخونه کې د لرګینو توکو د جوړولو ترڅنګ، یو شمېر کسانو ته ترکاڼي هم وزده کوي.
فیض الدین وايي: «موږ تر ډېره له لرګيو کار اخلو چې له روسیې واردېږي او ځینې معمولي لرګي لکه زموږ د خپل هېواد له سپېدار هم کاروو.»
هغه نورو هېوادونو ته د افغانستان د لرګیو د قاچاق په اړه د اندېښنې په څرکندولو سره وايي چې چراتراش لرګي له نورستان څخه د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
دغه ترکاڼ په داسې حال کې چې خپل زیات عُمر یې د لرګینو وسایلو پر جوړولو تېر کړی، اوس د خپل کاروبار له ځوړتیا شکایت لري او وايي په هېواد کې سیاسي وضعیت د دې لامل شوی چې نوموړی او د دې مسلک نور کسان به سختۍ خپلې ورځنۍ اړتیاوې برابرې کړې.
سراجالدین له ماشومتوبه له ترکاڼ سره شاګردي کړې چې له هغه وخته ۲۵ کاله تېرېږي.
نوموړي هم د هغو وسایلو کارولو ته د خلکو د لېوالتیا زیاتوالي ته اشاره کوي چې له پي وي سي جوړېږي او وايي دغې موضوع د دوی پر کار منفي اغېز کړی او اوسېدونکي د باکیفیته وطني محصولاتو د پېرلو پرځای، ترجېح ورکوي چې پي وي سي بې کیفیته محصولات په لوړه بیه وپېري.
نوموړی زیاتوي، هغه محصولات چې له لرګیو جوړېږي، د پي وي سي په پرتله ښه کیفیت او ډېر دوام کوي چې بیه یې هم کمه ده.
سراجالدین وویل: «په تېرو کلونو کې په هېواد کې د ترکاڼۍ صنعت وده کړې وه؛ خو اوس یې بازار خراب دی او که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي، زه او نور ترکاڼان اړ یو خپل کسب بدل کړو.»
په کندز کې ترکاڼۍ کارخونې سربېره پر دې چې د خاوندانو لپاره یې د عوایدو سرچینه ده، دا فرصت یې برابر کړی، هغه ځوانان او تنکي ځوانان چې د ترکاڼۍ له زده کړې سره لیوالتیا لري، ددې کسب د زده کولو لپاره د ترکاڼۍ په کارخونو کې په کار بوخت دي.
خو د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت او د دوی د پېر ځواک کمښت د ترکاڼۍ بازار د ځوړتیا لامل شوی او ترکاڼان وايي دوی اړ دي خپل شاګردان رخصت کړي.