افغانستان

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: په تهران کې د افغانستان سفارت په حقوقي وضعیت کې بدلون نه دی راغلی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په ایران کې د افغانستان سفارت د ديپلومات د بدلون په اړه وویل: «د افغانستان له سرپرست حکومت سره په تعامل کې د ایران په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.»

هغه وایي چې د یوه دیپلومات د ماموریت پای ته رسېدل او له هماغه سفارته بل ديپلومات ته د سفارت د چارو د سرپرستۍ سپارل د دې سفارت په حقوقي وضعیت کې د بدلون په معنی نه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ: «د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل د څرنګوالي په برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.»

دا په داسې حال کې دي چې تېره ورځ په تهران کې د افغانستان سفارت یوه دیپلومات له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې تایید کړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ددې هېواد سفارت طالبانو ته تسلیم کړی او ټاکل شوې د راتلونکې یکشنبې په ورځ په تهران کې د افغانستان سفارت په رسمي توګه طالبانو ته وسپارل شي.

دغې سرچینې آمو ته وویل چې د دوشنبې شپې ترناوخته د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مسوولینو سره په اړیکه کې و خو د دې وزارت مسوولینو ویلي چې «په دې اړه جدي پرېکړه» شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې لیک کې، په تهران کې د افغانستان سفارت ته ویلي، محمد افضل حقاني چې د روان کال له پسرلي راهیسې په څلورم بست کې د سفارت د لومړي سکرتر په توګه کار کړی، له دې وروسته به د سفارت سرپرستي پرغاړه ولري.

په دې لیک کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاسلیک کړی، راغلي: «هدایت ورکول کېږي چې د ایران په تهران کې د افغانستان سفارت لومړی سکرتر د څلورمې رتبې کارکوونکی ښاغلی محمد افضل حقاني، د ۱۴۰۱ کال د مرغومي له پنځمې تر امر ثاني پوري ددغه سفارت له چارو سرپرستي وکړي.»

محمد افضل حقاني اته میاشتې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا، په دې سفارت کې د کونسلي مرستیال په توګه ګمارل شوی و.

په تهران کې د افغانستان سفارت یوې سرچینې آمو ته ویلي و چې له هغې وروسته محمد افضل حقاني کابل ته سفر وکړ او له هغه ځایه په تهران کې د افغانستان سفارت د سرپرستۍ له حکم سره دغه هېواد ته ورستون شو.

په دې لړ کې، په تهران کې د افغانستان سفارت یو دیپلومات آمو ته وایي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو ددې پرېکړې په غبرګون کې اعلان وکړ چې د ښاغلي حقاني سرپرستي یې نه ده منلې او د امیرخان متقي له دغه تصمیم سره مخالف دی. د نوموړي په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت له هغې څو ورځې وروسته د نوموړي وزارت له وېبپاڼې دا اعلامیه لیرې کړې وه.

په ایران کې د افغانستان سفارت دغه دیپلومات د خپل نوم د نه خپرولو په شرط آمو ته وویل: «کله چې حقاني مکتوب راوړ ایرانیانو ونه مانه. په هماغه وخت کې د طالبانو او د ایران د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ یوه پرېکړه شوې وه چې د بل کال تر پیلېدو سفارت طالبانو ته سپاري. دا چې څه معامله شوې نه پوهېږم خو ایرانیانو نن سلیماني ورغوښتی و او په جدي بڼه یې ورته ویلي چې مخالفت معنی نه لري او د یکشنبې په ورځ سفارت وروسپاري.»

ایران یو له هغو هېوادونو دی چې زیات شمېر مخکینیو پوځیانو د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره او د طالبانو له خوا د نیول کېدو له وېرې دغه هېواد ته پناه وړې ده.

ایران په داسې حال کې په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپاري چې تراوسه هېڅ هېواد دا ډله په رسمیت نه ده پېژندلې. طالبانو په تهران کې د افغانستان سفارت په سپارلو سره دا درېیم هېواد دی چې سیاسي استازولي یې طالبانو ته سپاري، له دې مخکې په پاکستان او روسیه کې هم د افغانستان سفارتونه طالبانو ته سپارل شوي دي.