افغانستان

د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې: تورخم دروازه طالبانو تړلې ده

له یکشنبې شپې راهیسې طالبان او د پاکستان پوله ساتونکي ځواکونه دوه ځله سره نښتي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي ديپلومات طالبان د دې ډلې او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې مسوولین ګڼي او وایي چې طالبانو د یکشنبې پر ورځ غوښتل یوه ډله کسان له پاسپورت او وېزې پرته د ننګرهار په «دُر بابا» کلي کې له پولې اخوا پاکستان ته ولېږدوي، خو د پاکستان سرحدي ځواکونو د دې کار اجازه نه ده ورکړې چې په پایله کې یې طالبان د پاکستان له پوله ساتونکو سره ونښتل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړپوړی دیپلومات وایي، چې په دې نښته کې د دغه هېواد یو پوځي ټپي شوی دی. د دغه پاکستاني ديپلومات په وینا، د تورخم پوله طالبانو د تګ راتګ پرمخ تړلې ده، خو د دغې دروازې د پرانیستو لپاره له طالب چارواکو سره خبرې‌ روانې دي.

د دغو سرچینو په وینا، په «دُر بابا» سیمه کې د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې چې کابو دوه ساعت یې دوام درلود ۲ طالبان ووژل شول.

په همدې حال کې تورخم کې د طالبانو د امنیت مسوول سید کریم‌الله د دغې ډلې او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته تاییدوي او وایي، چې د یکشنبې پر ورځ د طالبانو او پاکستاني پولیسو ترمنځ په «دُر بابا» کلي کې یوه نښته وشوه او له هغې وروسته د دوشنبې سهار پر نږدې ۷ بجو طالبان یو ځل بیا د پاکستان له پوله ساتونکو سره ونښتل چې دغې جګړې دوه نیم ساعته دوام وکړ، خو تلفات نه دي اړولي.

د طالبانو په منځ بیا سرچینې وایي چې په دې نښته کې د علیشنګ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستیالان ملا جانان او ملا مجید په دُر بابا سیمه کې له پاکستاني پوځیانو سره په جګړه کې ووژل شول.

طالبانو همداراز تایید کړې چې تورخم بندر یې د هر ډول مسافرینو د تګ راتګ په اړه د پاکستان د ژمنو د نه عملي کېدو له امله تړلی دی.

دغه نښتې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ په امنیتي ناسته کې د وینا پرمهال د افغانستان له خاورې د ترهګرو له فعالیتونو سیمې ته د ورپېښېدونکو ګواښونو په اړه خبرې وکړي او له دغه ګواښ سره د مبارزې لپاره یې پر لا زیاتې نړۍ‌والې همغږۍ ټینګار وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دغو خبرو په غبرګون په یوه خبرپاڼه کې وویل، چا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د سیمې امنیت د افغانستان له خاورې وګواښي.