افغانستان

د پسرلي په نږدې کېدو سره کونړ کې د نیالګیو د پیرپلور بازار ګرم شوی

هر کال د پسرلي په راتلو سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلک ډول ډول مېوه لرونکې او غیرمثمرې ونې کینوي .د کونړ ولایت اوسېدونکي هم بېلابېل مېوه لرونکي او زینتي نیالګي کېنوي.

واحد الله د مرکز اسدآباد اړوند ډنډونو کلي اوسېدونکی دی او د نیالګیو د پلور ځای ته ورغلی دی.

نوموړی وايې: «هر کال په خپل کور او د کروندو په څنډو کې ډول ډول مېوه لرونکي او نور زینتي نیالګي کېنوم، تېر کال مې ډېر نیالګي کینولي چې اوس غټ شوي د همدې لپاره دغه بازار ته راغلم ترڅو نیالګي وپېرم او په کور او کرونده کې کېنوم، له دې امله چې اقتصادي وضعیت مې ښه نه دی سږ کال کم نیالګي پېرم یوازې یو څو دانې اخلم.»

واحد الله زیاتوي: «يوازې زه نه بلکې دېری خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د نورو کلونو په پرتله سږ کال کم نیالګي پېري.»

مطیع الله چې د بېلابېلو نیالګیو د خرڅلاو کاروبار کوي وايې، د تېرو کلونو په پرتله يې کم نیالګي پلورلي دي.

نوموړی زیاتوي، د نورو کلونو په پرتله یې اوس کاروبار خراب دی او ګټه هم کمه کوي.

هغه وايی: «پخوا به مو چې کله د نیالګیو د خرڅلاو وخت راغی نو موږ به يې په پلورلو ستړي شو، خو اوس داسې نه دي د پخوا په څېر خلک نیالګي نه اخلي ځکه وايي چې د ډوډۍ پیسې نه لرو نو نیالګي به په څنګه اخلو.»

روح الله بیا هغه کس دی چې د خپلې کورنۍ په ګډون یې لسګونه تنو ته د کار زمینه برابره کړې .

نوموړی وايي: «د نیالګیو دغه کاروبار مې له تېرو لسو کلونو راهیسې پیل کړی په لومړیو کې مې د کار دومره خوند نه و خو اوس د ټول کونړ په کچه د نیالګیو لوي پلورنځی لرم، له ما سره په دغه پلورنځي کې زما د کورنۍ غړي او لسګونه نور کسان کار کوي چې له دې لارې خپلې اړتیاوې برابروي.»

روح الله زیاتوي: «زما نیالګي پر کونړ سربېره د افغانستان ډېری ولایتونو ته لېږدول کېږي او له دې لارې ښه عاید لرم چې پرې راضي یم.»

د پسرلي په نږدې کېدو سره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک نیالګي کینوي، د نیالګیو کینولو کمپاینونه هم ترسره کېږي او دا چاره تر ډېره د خلکو او خصوصي برخې له خوا کېږي.