افغانستان

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه: طالبان دې په افغانستان کې د خبري رسنیو سانسور ودروي

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د دوشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د خبري رسنیو سانسور ودروي او د امریکا غږ او ازادۍ راډیوګانو پر وېبپاڼو دې محدودیت بېرته لیرې کړې.

د خبریالان د خوندیتوب کمیټې په یوه بیانیه کې ټینګار کړی چې د دواړو رسنیو وېبپاڼې د افغانستان په درېیو خصوصي مخابراتي شرکتونو افغان بیسیم، روشن او اتصالات کې د لاسرسي وړ نه دي، خو د سلام دولتي مخابراتي شرکت لپاره د لاسرسي وړ دي.

امریکا غږ تېره اونۍ رپوټ ورکړ چې په بېلابېلو ولایتونو کې کاروونکي لږ ترلږه له دوو اونیو راهیسې دغو وېبپاڼو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تېر میلادي کال  د دسمبر په لومړۍ نېټه، د امریکا غږ او آزادۍ راډیو خپرونې بندې کړې.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د آسیايي پروګرام همغږۍ کوونکې وویل: «د ننه په افغانستان کې د امریکا غږ او آزادۍ راډیو وېبپاڼو ته د لاسرسي محدودیتونه د مطبوعاتو پر آزادۍ او مالوماتو ته د افغانانو پر حق د بریدونو د زیاتوالي ښودنه کوي. طالبان باید د ننه په افغانستان کې انلاین رسنیو ته لاسرسي ټول محدودیتونه لغوه کړي او د رسنیو د سانسور پراخ کمپاین ودروي.»

د هغو خبریالانو په وینا چې د خوندیتوب له کمیټې سره یې خبرې کړې، وېبپاڼې همداراز د هغو کسانو لپاره چې د خصوصي شبکو یا وي پي ای څخه کار اخلي، د لاسرسی وړ دي.

د آزادۍ راډیو رییس قدیر حبیب تېره اونۍ آمو ټلویزیون ته وویل چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مخابراتي مقرراتو د تنظیم ادارې د مخابراتي خدماتو وړاندې کوونکو ته حکم کړی چې د طالب چارواکو په حکم د آزادۍ راډیو د افغانستان څانګې د آزادۍ راډیو وېبپاڼې ته لاسرسی محدود کړي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي چې د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره یې د نظر اخیستو لپاره د برېښنا لیک له لارې اړیکه نیولې، خو هېڅ ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

په اګست میاشت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په افغانستان کې د رسنیو د ناورین په اړه ځانګړی راپور خپور کړ چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د مطبوعاتو ازادۍ د خرابوالي ښودنه کوي.