Uncategorized @ps سوداګري

د کندز د لیلامي توکو ګرم بازار

په وروستیو اونیو کې او په هېواد کې د هوا له سختې یخنۍ سره په یو وخت د کندز ولایت په بازارونو کې د لیلامي جامو او بوټانو انبارونه تر سترګو کېږي.

په دغه سرای کې ډول ډول لیلامي جامې او بوټان پر لاره د هر تېرېدونکي پام وراړووي ترڅو یوه شېبه ودرېږي او له زرګونه ډوله موډلونو څخه د خپلې خوښې وړ جامې یا بوټان انتخاب کړي.   

د کندز ولایت اوسېدونکي وایي چې اوسني وضعیت ته په پام سره چې هره ورځ په هېواد کې د وزګارۍ کچه لوړېږي او بې وزلي او لوږه د دوی ژوند ګواښي، خلک د نویو جامو د پېرلو وس نه لري او اړ دي چې تر ډېره لیلامي جامې وپېري.

حیات الله غوري د کندز یو اوسېدونکی دی چې د لیلامي جامو اخیستو لپاره د لیلامي پلورلو بازار ته راغلی او وایي: «راغلی یم ترڅو د ځان او بچیانو لپاره مې جامې واخلم، اقتصاد موږ کمزوری دی او نه شم کولای له هټیو نوې جامې وپېرم. لیلامي جامې هم تودې دي او هم ارزانه.»

د کندز په شهیدي سرای کې پر لیلامي جامو سربېره لیلامي بوټان هم پلوري او خلک د کال په بېلابېلو وختونو کې د توکو د اخیستو لپاره لیلامي سراي ته راخي.

له بلې خوا، د لیلامي بازار پلورونکي وایي چې دوی د دغو جامو د پلور ترڅنګ وخت ناوخت له لیلامي جامو څخه قیمتي وسایل او پیسې هم پيدا کوي.

د کندز د لیلامي بازار یو پلورونکی عبدالرزاق وایي: «لیلامي جامې د چین، بریتانیا او جرمي په شان هېوادونو څخه راځي او موږ یې له کراچۍ څخه واردوو، په دې ورځو کې هوا سړه شوې او خلک تر ډېره لیلامي توکي پېري.»

هغه زیاته کړه: «پخوا به په جامو کې زیات شمېر توکي او پیسې موندل کېدې. خو اوس لږ داسې پېښېږي چې یو څه پکې وموندل شي، ځکه دا جامې له رارسېدو مخکې یو ځل په دوبۍ کې کتل کېږي.»

د کندز د لیلامي بازار پلورونکي وايي، هڅه کوي چې خپلو هټیو ته تر ټولو ښې جامې او بوټان راوړي.

سږ کال مې د جامو څخه درې زره یوآنه وموندل

د لیلامي جامو یو بل پلورونکی عبدالرشید وایي: «سږ د تېر کال په پرتله د لیلامي جامو کاروبار ښه و، موږ له پاکستانه جامې واردوو، البته پخوا به مو له جامو څخه پیسې او توکي موندل او له نېکه مرغه سږکال مې د یوه واسکټ له جېبه درې زره چینايي یوآنه وموندل چې کله مې بدل کل ۳۴ زره افغانۍ شوې.»

له بلې خوا ډاکتران وايي چې لیلامي جامې د وګړو ترمنځ ډول ډول ناروغۍ لېږدولی شي او ددې کار د مخنیوي لپاره غوره ده چې له پېرلو وروسته دغه جامې یو ځل په سمه توګه ومینځل شي.