افغانستان

د غزني اوسېدونکي: په ښار کې وسله والې غلاوې زیاتې شوې دي

د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي په دې ولایت کې د وسله والو غلاوو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې په دې وروستیو کې د خلکو موټر غلا کېږي او خاوندان یې د وسله والو غلو له خوا په مرموز ډول وژل کېږي.

په غزني ولایت کې یو شمېر ټکسي چلوونکي وايي چې د غلو له وېرې د ماښام له لمانځه وروسته هېڅوک نه لېږدوي؛ ځکه چې وېره لري د غلو لاس ته ورنشي.

خلک څه وايي؟

عبدالولي چې په غزني ښار کې ټکسي چلوي، د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په دې ولایت کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او حکومت (د طالبانو اداره) باید ورته پام وکړي.

نوموړی زیاتوي چې قاتل او غل نیول کېږي؛ خو سزا نه ورکول کېږي: «کله چې قاتل او غل ونیول شي، روښانه نه ده چې سزا ورکول کېږي که نه؟ حکومت (د طالبانو اداره) باید دا پېښې کنټرول کړي؛ ځکه دغه پېښې د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي.»

هغه وايي چې د وسله والو غلو له وېرې، د ماښام له لمانځه وروسته هېڅ مسافر کوم ځای ته نه وړي؛ ځکه وېرېږي چې د غلو لاس ته ورنه شي.

د غزني ولایت اوسېدونکی عزیز وايي چې په وروستیو ورځو کې څو تنه له خپلو موټرو سره د غلو له خوا تښتول شوي او بیا وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ د شپې ناوخته او سهار وختي کوم ځای ته  نشو تلای؛ ځکه غله دي او خلک وژني او موټر یې ترې بیایي.»

محمد آصف چې په غزني ښار کې اوسېږي وايي چې په یوه میاشت کې څلور موټر د غلو له خوا بیول شوي او ددغو موټرو دوه چلوونکي د غلو له خوا وژل شوي دي.

په وروستۍ پېښه کې، د غزني د مقر ولسوالۍ د سمند کلا اوسېدونکی افتخار احمد د جمعې ماښام مهال کله چې له کوره په خپلو فولډر ډوله موټر کې وتلی و، بې درکه شو او یوه ورځ وروسته یې مړی د مقر ولسوالۍ په ګاره سیمه کې وموندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوی و.

د امیدالله له وژل کېدو ۴۰ ورځې وروسته د هغه د کورنۍ سرګرداني

امید الله صمیم یو بل ځوان و چې د مرغومي په شپږمه غلو له تښتولو وروسته وژلی او موټر یې ترې بېولی و.

له دغه ځوان څخه مېرمن او د څلورو میاشتو لور پاتې ده.

د دې ځوان پلار ډاکتر محمد سرور صمیم وايي، په داسې حال کې چې د زوی له  وژل کېدو یې ۴۰ ورځې تېرېږي، تراوسه طالبانو د هغه د زوی قاتلین نه دي نیولي.

هغه زیاته کړه: «کله چې طالبان ادعا کوي سراسري واکمني لري، باید دا ډول پېښې ونه شي، طالبان مسوولیت لري چې زما د زوی قاتلین پيدا او سزا ورکړي. د ټولنې د اصلاح او د خلکو د ځان او مال د خونديتوب لپاره باید دا کار وکړي؛ خو له بده مرغه څلوېښت ورځې کېږي چې طالبان تراوسه د قاتلینو په موندلو نه دي بریالي شوي.»

د غزني ولایت اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې غله ونیسي، د قانون منګولو  ته یې وسپاري او ټاکلې سزا پرې عملي کړي ترڅو خلک په آرامه فضا کې ژوند وکړي.