افغانستان

ایران په تهران کې د افغانستان سفارت لپاره د طالبانو سرپرست نه دی منلی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیک چې یوه نسخه یې آمو ته رسېدلې ښيي چې د طالبانو غړی محمد افضل حقاني په ایران کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه ګمارل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، په تهران کې د افغانستان سفارت ته ویلي، محمد افضل حقاني چې د روان کال له پسرلي راهیسې یې په څلورم بست کې د سفارت د لومړي سکرتر په توګه کار کړی، له دې وروسته به سفارت سرپرستي پرغاړه ولري.

په دې لیک کې چې د طالبانو د بهرنیو د وزیر امیرخان متقي په لاسلیک دی، راغلي «هدایت ورکول کېږي چې د ایران په تهران کې د افغانستان سفارت لومړی سکرتر، د څلورم بست کارکوونکی ښاغلی فضل محمد حقاني، د ۱۴۰۱ د مرغومي له پنځمې تر امر ثاني پورې د دغه سفارت له چارو سرپرستي وکړي او د خپلو اجرااتو په هکله ډاډ راکړي.»

له بلې خوا، په تهران کې د افغانستان سفارت یو لوړپوړی دیپلومات چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي د آمو خبریال ته وویل چې فضل محمد حقاني له اتو میاشتو راهیسې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د کونسلي چارو د مرستیال په توګه په دې سفارت کې ګمارل شوی و او په تهران کې د افغانستان سفارت ته د بهرنیو چارو وزارت د لیک له صادرېدو دوې میاشتې مخکې یې کابل ته سفر کړی و.

په تهران کې د افغان سفارت ددغه لوړپوړي دیپلومات په وینا، ښاغلي حقاني په کابل کې له دوو میاشتو تېرولو او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره له لیدنې وروسته، د سرپرستۍ په حکم سره په تهران کې د افغانستان سفارت ته راستون شو.

په تهران کې د افغانستان سفارت ددغه لوړپوړي مسوول په وینا، په تهران کې د افغانستان د سفارت د سرپرست عبدالقیوم سلیماني په ګډون یو شمېر دیپلوماتان چې د مخکیني حکومت له خوا په تهران کې د افغانستان په سفارت کې ګمارل شوي وو، د طالبانو له دې پرېکړې سره یې مخالفت کړی دی.

په تهران کې د افغانستان سفارت دغه ديپلومات وايي، له هغې څو ورځې وروسته چې فاضل حقاني په ایران کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه د ګمارلو له حکم سره تهران ته ستون شو، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو ددغې پرېکړې په غبرګون کې، اعلان وکړ چې د ښاغلي حقاني سرپرستي یې نه ده منلې او د امیرخان متقي له دې تصمیم سره یې مخالفت وکړ.

د نوموړي په وینا، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت له هغې څو ورځې وروسته دا اعلامیه د دې وزارت له وېبپاڼې لیرې کړه.

په تهران کې د افغانستان سفارت دغه دیپلومات وویل: «کار دې ځای ته ورسېد چې د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د دې اقدام په تړا، د اعلاميې په خپرولو د حقاني سرپرستي چې د طالبانو له خوا ټاکل شوی و ونه منله. سره له دې چې ښاغلي حقاني د سرپرستۍ دنده نه ده پیل کړې، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپله اعلامیه پاکه کړه.»

په کابل کې د ایران د سفارت رییس حسن کاظمي قُمي په دې اړه د آمو د خبریال پوښتنې ته ځواب ورنه کړ.

له بلې خوا، په کابل کې د ایران پخواني سفیر محمد رضا بهرامي هم  د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل چې له دې موضوع خبر نه دی.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه سرچینه چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي آمو ته وویل، که څه هم په ایران کې د افغانستان سفارت سرپرست عبدالقیوم سلیماني د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره «عالي» اړیکې ټینګې کړې وې، خو طالبانو هغه ګوښه کړ او د خپل نظر وړ کس فاضل حقاني یې پرځای ګمارلی دی.

دغه سرچینه وايي چې له همدې امله د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د دپيلومات د نه منلو په اړه یوه اعلامیه خپره کړه او څه موده وروسته یې بېرته هغه لیرې کړه.

نوموړي ټینګار وکړ: «ایرانیانو د خپل یوه دیپلومات لپاره له طالبانو وېزه واخیسته او د طالبانو ديپلومات ته یې هم وېزه ورکړه چې ګواکې دا ولاړ شي و د لومړي سکرتر په توګه سرپرستي وکړي. خو کله چې ایران ته ځي په سفارت کې سلیماني چې سرپرست او مستشار دی، حقاني ته یې سفارت ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.»

په تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست عبدالیقوم سلیماني په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

له بلې خوا، په تهران کې د افغانستان سفارت یو بل دیپلومات د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په حذفولو سره وایي چې ښاغلي حقاني ته اوس اجازه ورکړ شوې چې بېرته د کونسلي چارو د مرستیال په توګه دندې ته دوام ورکړي.

موږ غوښتل په دې اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او په ایران کې د افغانستان سفارت نظر هم ترلاسه کړو، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل زموږ اړیکو ته ځواب رانه کړ.

له بله پلوه، په وروستیو ورځو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د یوې ناستې پرمهال ویلي و چې ددې ډلې حکومت د نړۍ څه د پاسه لسو هېوادونو ته تازه دیپلوماتان لېږلي او له دغو هېوادونو سره «ښې» ديپلوماتيکې اړیکې لري.

د هغه په وینا، پاکستان، روسیه، ایران، ازبکستان، چین، سعودي عربستان، قزاقستان، ترکیه، ترکمنستان او قطر هغه هېوادونه دي چې د طالبانو دیپلوماتان پکې فعالیت لري.

متقي ویلي و: «مخکیني دیپلوماتان (د جمهوریت د دورې) په ځینو هېوادونو کې له کابل سره ښې اړیکې لري او د نورو مامورینو په شان له کابل څخه اطاعت کوي.»

څه موده مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي و چې ایران، چین، روسیه او پاکستان له طالبانو سره د تعامل په لټه کې دي.

په دې لړ کې، په ټوله نړۍ کې د افغانستان سفارتونه چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو څخه یې ډډه کړې او د فعالیت د دوام لپاره هڅې کوی، د طالبانو له پراخو فشارونو سره مخ دي ترڅو د دې ډلې له خوا ټاکل شوي کسان ومني.