افغانستان

قطري عربانو د راتلونکي کال د ښکار لپاره درې سوه کمساري مرغان د فراه پر فضا خوشي کړل

د قطر عربانو د نسل روزنې او ښکار په موخه درې سوه کمساري مرغان د فراه پر فضا خوشي کړل.

قطري شیخانو چې هر کال د ښکار لپاره د افغانستان لوېدیځ او فراه، هلمند، نیمروز او کندهار ولایتونو ته راځي، تېره ورځ یې په فراه کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې د رییس او د اطلاعاتو او کلتور د رییس او همداراز د چاپېریال ساتنې ادارې د عمومي رییس په وړاندې درې سوه کمساري مرغان د فراه ولایت پر فضا خوشي کړل.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست عزیزالرحمان وايي: «دا مرغان د نسل د تولید او پراختیا په موخه د فراه ښار په ۱۴۰ کیلومترۍ او د ایران او افغانستان پولو ته نږدې خوشي شوي دي.»

د هغه په وینا، دا مرغان کم شوي او له همدې امله، د نسل د بقا لپاره هر کال د عربانو له خوا خوشي کېږي ترڅو وروزل شي او په شنو درو کې وده وکړي.

د فراه ښار یو اوسېدونکی محمد سمیع په دې اړه وايي: «دا مرغان هر کال د فراه پر فضا خوشي کېږي او تر څو چې بل کال عربان د ښکار لپاره راځي، نوی نسل تولید کړي.»

هغه زیاته کړه: «عربان له کلونو راهیسې د افغانستان له فضا د مرغانو له روزنې او ښکاره ګټه اخلي او په بدل کې یې افغانستان ته پیسې ورکوي.»

سمیع زیاتوي چې عربان شوقي خلک دي، د خوښۍ لپاره د هر ژمي په پای کې فراه ته راځي او دوې میاشتې د فراه په دښتو کې د ځانونو لپاره د ژوندانه ټول امکانات برابروي.

د قطر د الغرافي موسسې مسوول علي بن عبدالله بن ثاني هم په دې اړه وايي چې دوی هر کال د ښکار لپاره فراه ته راځي؛ خو ددې ترڅنګ چې ښکار کوي، د فراه له خلکو سره مرسته او همکاري هم کوي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان په لوېدیځ نیمروز ولایت کې د طالبانو ځایي ادارې ټینګار کړی چې د عربانو له خوا د کمساریو مرغانو ښکار له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په تفاهم ترسره کېږي.