افغانستان

حکمتیار د امنیتي ستونزو له امله د جمعې ورځې خطبې ودرولې

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پرون جمعه د سلواغې په ۱۴مه اعلان وکړ چې په ځینو لاملونو به د جمعې ورځې خطبې ودروي.

د حزب اسلامي مشر د جمعې ورځې خطبو د بندولو لامل امنیتي ستونزې بللې او ويلي یې دي چې مجبور دی د امنیتي ستونزو له امله تدابیر او محدودیتونه زیات کړو.

حکمتیار زیاته کړه: «موږ د کورونا پرمهال د څه مودې لپاره خطبې بندې کړې، اوس هم له یوې بلې کورونا سره مخ یوو چې په یقین سره له هغې کورونا څخه ډېره خطرناکه ده.»

هغه د کوم کس یا ډلې د نوم له اخیستو پرته وویل: «نن داسې انسانان پیدا شوي چې د دین په جامو کې پر جومات برید کوي او د دين دښمنان دي او دا په خپله فتنه ده.»

د حزب اسلامي مشر وویل چې زه د ۱۳۹۴ کال د غويي په ۱۴مه کابل ته راغلم، د کابل دولت او حزب اسلامي د سولې موافقې پربنسټ خو د مخکیني حکومت واکمنو د دې هوکړې له هرې مادې سرغړونه وکړه.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام څرګنده کړې چې په تېرو دوو ورځو کې په دې اړه د ایټالیا د جي ټي ۱ راپور چې اشرف غني د طالبانو خلاف د نه جنګېدو په بدل کې له قطر څخه ۱۱۰ میلیون ډالره ترلاسه کړي؛ په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې ډېرې تبصرې کېږي او دا په داسې حال کې دي چې د دوه ځله اشغال حاکمانو؛ افغانستان په ځلونو په لږ بیه پر شوروي او ناټو پلورلی دی.

حکمتیار زیاته کړه: «دا چې وايي په تېر حکومت کې ولسمشر او ملګرو یې ددغو پیسو لسګونه چنده پیسې غلا کړې او بهر ته یې لېږدولې؛ دا تبلیغات یوازې له ملي شتمنیو د غلاوو د اندازې د کمولو او لوېدیځو بانکونو ته یې د لېږد لپاره دي؛ نه د بل څه لپاره.»

د حزب اسلامي مشر هره اونۍ د جمعې په ورځ د کابل په دارالامان سیمه کې د خپل استوګنځای په ایمان جومات کې د جمعې خطبه وایي. هغه په دغو خطبو کې بېلابېل مسایل او خپل نظریات بیانوي.

حکمتیار په داسې حال کې تصمیم نیولی چې د جمعې لمانځه خبطې وځنډوي چې د روان کال د لیندۍ په ۱۱مه نېټه یوه ځانمرګي بریدګر د ګلبدین حکمتیار پر دفتر برید وکړ چې له امله یې د هغه یو کس مړ او دوه نور ټپیان شول.

ښاغلي حکمتیار څه د پاسه یوه لسیزه پټ ژوند کاوه او په ځینو موردونو کې د حزب اسلامي غړو د هغه په اجازه ځانمرګي بریدونه کړي چې یو شمېر ملکي وګړي یې وژلي دي.