افغانستان

د پاکستاني طالبانو تحریک د کنټرول لپاره د ملا هبت‌الله د رول لوبولو په موخه د اسلام‌اباد هڅې

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې ښایي د پېښور د برید پلانوونکي په افغانستان کې وي او دولت باید دغه موضوع له ګاونډي هېواد سره شریکه کړي.

په یوه امنیتي ناسته کې چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د لوړپوړو امنیتي مسوولینو په حضور په پېښور ښار کې ترسره شوه، د دې ناستې ګډنوالو د پاکستاني طالبان په پېښور کې د مرګوني برید مسوولین ګڼلي.

د پوځ رییس جنرال سید عاصم منیر، د ای‌اېس‌ای رییس جنرال ندیم انجم، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رنا ثنا‌ءالله او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو ګډون درلود.

اکسپرس تریبون ورځپاڼې لیکلي، اسلام‌اباد پرېکړه کړې چې دغه موضوع افغانستان کې د طالبانو له لوړپوړو غړو سره شریکه کړي.

د دې ناستې له منځه خبرو سرچینو ویلي، چې پاکستان د ټي‌ټي‌پي د کنټرول لپاره د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د لاسوهنې په لټه کې دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي، چې ښایي د پاکستان په پېښور کې پر یوه جومات د برید پلانوونکي په افغانستان کې وي او اسلام‌اباد نور د دغو بریدونو زغم نه لري.

د پاکستان لومړي وزیر په دې ناسته کې د افغانستان نوم له یادولو پرته وویل چې ترهګر د حرکت په حال کې دي او ان د پاکستان یو موټی خاوره هم په واک کې نه لري.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل: «زما د معلوماتو له مخې، په پاکستان له دې جملې دغه ایالت کې ترهګرو ان یو موټی خاوره نه ده اشغال کړې. هغوی د حرکت په حال کې دي او دا ډېره ښه نښه دی. خو پوښتنه دا ده چې څنګه توانېدلي تر دې ځایه راورسېږي؟ چا دوی تر دې ځایه رارسولي؟ دا هغه پوښتنې دي چې زموږ ولس یې په اړه ځواب غواړي.»

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر وایي، چې له ترهګرۍ سره به په جدي توګه مبارزه وکړي.

ښاغلي منیر وویل: «ځینې ګډونوال پوه شوي چې د امنیتي مسایلو په تړاو زما دریځ “ډېر روښانه” دی. پوځ به له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د غیرنظامي دولت د سپارښتنو پربنسټ عمل وکړي.»

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شنونکی وایي چې اسلام‌اباد د ترهګریزو ډلو له خوا هېڅ ګواښ نه احساسوي، خو د دې ډلو له جدي ښوودلو سره غواړي له نړۍ څخه باج واخلي.

د سیاسي چارو شنونکي نورالله راغي وویل: «زما په نظر پاکستان پر ترهګریزو ډلو چې خپله یې رامنځته کړې دي، بشپړ کنټرول لري او له دې اړخه هېڅ ګواښ نه احساسوي. دغه هېواد د ترهګریزو ډلو له لوی ښودلو سره غواړي چې د ۷۰ لسیزې په څېر د امریکا د بهرني سیاست د لومړیتونو د ستراتيژيک شریک په توګه ووسي او له نړۍ باج واخلي.»

د پاکستان په پېښور کې پر یوه جومات د تېرې ورځې په برید کې تر سلو تنو زیات کسان ووژل شول او ۲۲۵ نور ټپیان شول.

له ځانمرګي برید وروسته د جومات چت راولوېد او لمونځ‌کوونکي چې ډېری یې د پاکستان پولیسان وو، ووژل شول.